په هلمند کې د هلمندي شاتو نندارتون پرانېستل شو

په هلمند ولایت کې د ګروندګرو د عایداتو د زیاتوالي او د شاتو د ښه تولید له پاره نندارتون پرانېستل شو.

دغه نندارتون د پنجشنبې  په ورځ د ( ډېسمبر په ۲مه) نېټه په لښکرګا ښارپه بست خصوصي پوهنتون کې د کارډيف موسېسې په مرسته پرانيستل، چې په هلمند کې یې یو شمېر وګړو ته د شاتو مچۍ ورکړې وې؛ پرانیستل شوی دی.

د دې موسېسې مسولان وايي، چې د شاتو مچیو په یو کال کې ۱۳ زره کیلو ګرامه شات تولید کړي دي.

 په دې ولايت کې د کارډيف ځايي مسول بریالی هلمند وايي، چې موخه يې د دې نندارتون له پرانیستلو څخه دا ده، چې هغو شاتو ته د بازارموندنې په برخه کې وده ورکړي، چې د دې ولايت د ګرشک، ناوې او نادعلي ولسواليو د کروندګرو او فارم لرونکو له خوا توليد شوي دي.

د ده پر وینا، چې د يو کال په موده کې په یادو ولسوالیو کې یې د مچیو شاوخوا ۷۵۰ صندوقه وېشلي دي، چې په دې موده کې يې ۱۳ زره کیلوګرامه شات تولید کړي.

پر همدې وخت د بست خصوصي  پوهنتون یو استاد محمد هاشم نوراني وايي، چې موخه يې له دې نندارتون څخه د هلمند د کروندګرو محصولاتو ته بازارموندنه او وده ورکول دي.

په ورته وخت کې د هلمند د کرنې ځای ناستی ریيس شکرالله شاکري وايي، چې هلمند د مچيو د فارمونود روزنې له پاره هغه ولایت دی، چې مچۍ هم د تعداد هم د تولیداتو له مخې نسبت نورو سیمو ته په دې ځای کې د پام وړ زياتوالی کولی شي.

د ده پر خبره، دوی کولی شي، چې د شاتو مچیو ته د ښه موقعیت له مخې د شاتو له مچیو نه په یو کال کې درې ځله شات واخلي. شاکري وايي، هڅې یې روانې دي، چې په دې برخه کې نور ګروندګر هم وهڅوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام