
د بهرنیو چارو وزارت له ازبکستانه د وارداتي برښنا د را لېږد لس کلن هوکړهلیک د لاسلیکولو خبر ورکوي.
دغه وزارت ویلي چې یاد هوکړهلیک د افغانستان برښنا شرکت رییس احمد داوود نورزي او د ازبکستان د برښنا ملي شبکې د مدیره پلاوي رییس داداجان عیسکولوف لاسلیک کړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت د خبر له مخې، دغه هوکړهلیک پرون جمعه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر او د ازبکستان د لومړي وزیر د مرستیال او د سوداګرۍ او بهرنۍ پانګونې د وزیر عمراکوف سردار اکتومویچ په حضور کې لاسلیک شوی دی.
د مسوولانو په وینا، د یاد هوکړهلیک له مخې به د پلازمېنې کابل په ګډون شمالي، مرکزي، سوېلي او سوېل لوېدیځو ولایتونو ته ۲۴ ساعته برښنا ورکړل شي. افغانستان د خپلې اړتیا وړ برښنا ډېره برخه له ګاونډیو هېوادونو را واردوي.
د هوکړهلیک پر بنسټ، د ۵۰۰ کیلو ولټه برښنا د لېږد مزو له بشپړېدو وروسته چې د ازبکستان او اسيايي پراختیا بانک په مالي ملاتړ په شاوخوا ۱۰۰ میلیونه ډالرو لېږدول کېږي، په لومړي او دویم کال کې به هر ساعت ۴،۲۵ ګېګاواټه او له هغه وروسته به ۶ ګېګاواټه برښنا افغانستان ته ورکول کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې برښنا شرکت څه موده مخکې اعلان وکړ چې تاجکستان د اوبو کموالي له کبله افغانستان ته د برښنا صادرول له ۳۵۰ مېګاواټه نه ۴۰ مېګاواټه ته را ټیټ کړي دي.





