د مالي جریمو د بښنې کړنلاره تمدید شوه

د مالیې وزارت چارواکي وایي، که څه هم د مالیاتو ۹۵ سلنه جریمو د معافېدو کړنلارې موده پرون پوره شوه، خو د سوداګرو د غوښتنو پربنسټ یې د نوي مالي کال ترپایه یا د قوس میاشتې تر ۳۰ مې نیټې یې بېرته تمدید کړه.

د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکاتو معین عبدالله رقیبي نن په کابل کی خبري غونډې ته وویل، ۹ میاشتې وړاندې یې یاده کړنلاره ځکه جوړه کړه چې د مالیې ورکولو برخې کې له ۱۳۸۱ کاله تر ۱۳۹۶ کال پورې شته ستونزو ته حل‌لاره پیدا کړي، ټولنې کې د مالیې ورکولو فرهنګ دود شي او خصوصي سکتور ته اسانتیاوې برابرې شي.

په همدې حال کې د مالیې وزارت د عوایدو رییس عبدالحبیب ځدران وايي، پا نګوال د جریمې او مالیې له اړخه څه باندې ۲۰ میلیارده افغانۍ پوروړي دي، خو په تېرو ۹ میاشتو کې یې له ۸ تر ۱۰ ملیارده افغانۍ ترلاسه شوي او پاتې نورو د راټولو لړۍ دوام لري.

ښاغلي ځدران زیاته کړه، دا کړنلاره د قوس تر۳۰مې نیټې غځول شوې او د بل ځل‌ له‌پاره به یې تمدید نه‌کړي. د نوموړي په وینا، که سوداګر او نور کسان مالیه ورنه‌کړي، قانوني چلند به ورسره وکړي.

بلخوا د کانونو او صنایعو خونې رییس رحیم‌الله سمندر او د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان‌جان الکوزي د مالیې وزارت دا اقدام وستایه او ژمنه یې وکړه چې له سوداګرو به وغواړي چې ژر‌ترژره خپلې مالیې ورکړي.

دمالیې وزارت چارواکو په وینا، اوس‌مهال هېواد کې شاوخوا ۲۰ زره داسې شرکتونه شته چې له کلونو راهیسې یې مالیه ورکړې نه‌ده، خو د مالي جریمو د ۹۵ سلنه بښل کېدو کړنلارې له عملي کولو تراوسه ۸۳۳۸ شرکتونو ورته مراجعه کړې، خپلې مالیې یې ورکړي او دا لړۍ به دوام لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام