
د کندوز ولایت یو شمېر بزګران او د تېلو ټانکونو خاوندان د امنیتي ځواکونو له خوا کلیو ته د تېلو په لېږدولو له لګول شوي بندیز نه شکایت کوي.
دغه بزګران وايي، دوی خپلې ځمکې په ماشیونونو اړوي او باید کلیو ته تېل یوسي، چې دې کار یې د محصولاتو د کرلو او رېبلو چارې له ځنډ سره مخ کړي دي.
له بل لوري د کندوز ولایت د تېلو ټانکونو خاوندان هم شکایت کوي، چې له طالبانو سره د افغان امنیتي ځواکونو د نښتو پر مهال د دوی د تېلو ټانکونه د امنیتي ځواکونو سنګرونه وي.
دغه اعتراض کوونکي د کندوز ولایتي شورا ته راغلي او وايي، چې له تېرو شپږو میاشتو دغه ستونزه زغمي.
د کندوز ولایت د بزګرانو په استازیتوب ګلاجان وویل، چې د حکومت وسله وال مخالفین د رېبلو ماشینونه نه لري، بلکې دغه تېل بزګران د خپلو ماشینونو او اړتیاوو له پاره کلیو ته وړي.
د تېلو ټانکونو د خاوندانو په استازیتوب امیر محمد وايي، چې امنیتي ځواکونو د دوی ټانکونو ته په نږدې سیمه کې پوستې جوړې کړي او باید دغه پوستې له دې سیمو لرې شي.
دی وایي، که غوښتنه یې ونه منل شي، دوی به په دې ولایت کې خپل کارونه وتړي او نورو ولایتونو ته به ولاړ شي.
د ولایتي شورا مسوولین د امنیتي ځواکونو په دې کار نیوکه وکړه او ویې ویل، چې امنیتي مسوولین دې، باید د بزګرانو او د تېلو ټانکون د مالکانو دې ستونزې ته د حل لار پیدا کړي.
د ولایتي شورا رییس محمد یوسف ایوبي وايي، چې د کندوز د سیمه ییز چارواکو دغه ادعا پر ځای نه ده، چې دغه تېل د حکومت وسله والو مخالفینو ته وړل کېږي، بلکې بزګران یې د خپلو کروندو له پاره په ماشینونو کې کاروي.
په دې اړه د ۸۰۸ زون د پولیسو قوماندان شیرعزیز کاموال وايي، چې دغه تېل د بوشکو او بېلرو په وسیله د حکومت وسله والو مخالفینو ته وړل کېږي.
دی وايي، چې بزګران باید د خپل د اړتیا وړ تېل له ولسوالیو وپېري.
کاموال د وسله والو طالبانو سره د جګړې پر مهال د تېلو په ټانکونو کې د امنیتي ځواکونو د مرچلو جوړول ردوي.
د کندوز ولایت زیات شمېر کروندګر خپلې ځمکې د ماشیونو په وسیله اړوي په دې وروستیو کې د غنمو او شالي محصولاتو هم د ماشیون په وسیله راتولوي.
د کندوز ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ټولټال ۱۱۰ د تېلو ټانکونه موجود دي.





