
د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت چارواکي وايي، چې د " ټوټاپ" برېښنا به د سالنګ له لارې تېره شي، خو د بامیان او دایکندي ولايتونو اوسېدونکي به هم له دغې برېښنا برخمن شي.
امان الله غالب د اوبو او برېښنا وزارت د مالي او ادارې برخې مرستیال وايي، چې د دغې پروژې له پاره ټولې مالي او تخنيکي اسانتیاوې برابرې شوې دي.
افغانستان ته له ترکمنستانه د" ۵۰۰ کیلو ولټه" برېښنا واردولو پروژه د ۲۰۱۳ ز کال راهیسې د ځېنو ولايتونو د اوسېدونکیو د نظر اختلاف له وجې وځنډېد.
د اوبو او برېښنا وزارت او د برېښنا شرکت چارواکي په کابل کې په يوې ګډې خبري غونډې کې وویل، چې د ټوټاپ پروژه یا له ترکمنستانه د برېښنا واردولو پايې به د سالنګ پر لارو لګول کېږي.
خو د دوی پر وینا، ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا، چې ۳۰۰ میګاواټه کېږي، د پروان پشته ی سرخ سیمې څخه به بامیان او دایکندي ولایتونو ته و لېږدول شي.
امان الله غالب وايي، چې د دې پروژې د مسیر ټاکلو څخه وروسته به دغه پروژه پلی شي.
د اوبو او برېښنا وزارت د تخنيکي او مالي چارو مرستیال زیاته کړه، چې د پلخمري څخه کابل ته د برېښنا د لېږد قیمت ۱۱۷ میليونه امريکايي ډالره ده.
نوموړی خبرداری ورکوي، که چېرې پر دغې پروژې د روان کال تر پایه عملي کار پېل نه شي؛ نو جاپان به پر خپل مرستو کړیو پیسو یو ځل بیا غور وکړي او په نورو لارو به يې ولګوي.
بامیانو ته د جاپان له لوري د دغه ۲۲۰ کیلو ولټي برېښنا د انتقال له پاره ۱۲ میليونه ډالره ورکوي او د مسوولانو پر وینا، که جاپان له دې مرستې لاس په سر شي؛ نو دغه پروژه به د بوديجې له کمښت سره مخ شي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د دویم مرستیال له دفتر نه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، د اوبو او انرژۍ وزارت او د برېښنا شرکت هغه طرحه، چې د برېښنا مزي د پروان ولایت د پشته ی سرخ نه بامیانو ولایت ته لېږدول کېږي، اجرایوي بڼه نه لري او په دې طرحه کې ستونزې موجودې دي.
د "فیشنر" په نوم یو جرمني شرکت، د افغانستان د برېښنا ۲۰ کلن ماسټر پلان د طرحې مسوولیت لري.
یاد شرکت د شوې څېړنې له مخې ویلي وو، که له ترکمنستانه کابل ته د لېږدونکې برېښنا پایې د بامیانو له لارې تېرې شي؛ خوندي به وي.
د دغه شرکت د څېړنو له مخې، که د برېښنا دغه مزي د بامیانو له لارې ولېږدول شي؛ د صوف درې د ډبرو سکرو تولید به هم ور سره زیات شي.
دوی ویلي وو، چې د سالنګ لار د واورینو توپانونو او د واورې ښویېدلو له امله د برېښنا پایو ته زیان رسوي.
خو له بل لوري د اوبو او انرژۍ وزارت بیا وايي، چې د سالنګ لار د بامیانو په پرتله لنډه ده.
په دې اړه د اوبو او انرژۍ وزارت مالي مرستیال وايي، چې د سالنګ لار د بامیانو په پرتله کم لګښت او کم وخت نیسي.
دوی وايي، چې د سالنګ لار د بامیانو په پرتله له ۲۱تر ۳۴ میلیونو ډالرو پورې کم مصرف لري.





