د افغانستان ملي بانک له صنعت کارانو سره د خامو توکو په پېرېدلو کې مرسته کوي

د افغانستان ملي بانک او صنعت کارانو ترمنځ د خامو توکو او صنعتي وسایلو د پېرېدلو په موخه د همکارۍ قرارداد لاسلیک کړ.

دغه قرارداد نن د (جولای په ۱۲مه) د افغانستان بانک رییس احمد خسرو ضیا او د کابل صنعت کارانو مشر عبدالکریم عارفي تر منځ د  صنعت کارانو څخه د ملاتړ کولو په موخه لاسلیک شو.

د افغانستان ملي بانک رییس وايي، چې د دې قرارداد لاسلیکول نه یې موخه د هېواد له صنعت کارانو ملاتړ کول دي.

نوموړی وویل، چې صنعت کارانو ته نقده پیسې نه ورکول کیږي، خو له صنعت کارانو سره د موادو په پېرېدلو کې مرسته کیږي.

همدا ډول عبدالکریم عارفي سلام وطندار ته وویل، د دغه قرارداد په لاسلیکولو سره به د صنعت کارانو شته ستونزې هوارې شي.

کریمي وايي، دغه قرارداد صنعت کارانو ته اسانتیاوې برابروي او له دې وروسته به صنعت کاران په قسط واره توګه  پورونه تر لاسه کړي.

دوی زیاته کړه، له دې وروسته به هغه صنعت کاران چې د ځمکې، ماشین او خامو توکو د چمتوکولو توان نه لري، نو د افغانستان بانک به د یادو اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې ور سره مرسته وکړي.

د صنعت کارانو رییس وویل، چې د پور ورکول دوره تمدید شوې ده، او دغه چاره به د صنعت کارانو له اقتصادي رکود څخه مخنیوی وکړي.

له بل لوري د اقتصاد وزیر ستار مراد له دغه قراداد نه خوښي څرګنده کړه او وویل، چې دغه قرارداد به تر یوحده پورې د صنعت کارانو ستونزې راکمې کړي.

د اقتصاد وزیر له خصوصي بانکونو غوښتنه وکړه، چې د صنعت کارانو لپاره دې د پور ورکولو زمینه برابره کړي.

په ورته وخت کې صنعت کاران له دولت او خلکو نه د کورنیو تولیداتو د ملاتړ غوښتنه کوي.

په تېرو څو کلونو کې د کارخانو جوړولو په زرګونه خلک په دنده کړل؛ خو له بل لوري د کارخونو څښتنان د حکومت له نه پاملرنې څخه شکایت کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام