د کابل او اسلام اباد ترمنځ اقتصادي ناسته کې افغان لوری حاضر نه شو

راپورونه وايي، چې افغان چارواکي د پاکستان سره په هوکړه شوي اقتصادي ناسته کې د ګډون په موخه نه دي حاضر شوي.

دغه غونډه د "ګډ اقتصادي کمېسيون" یا (JEC) په نوم نومول شوې وه.

په پام کې وه، چې نن سه شنبه اګست ۲۵ مه په اسلام اباد کې د پاکستاني چارواکو سره افغان اقتصادي سکټور ځينې مشران یوه ناسته ولري، خو دغه ناسته نن د ولسمشر غني له لوري په کابل کې د وروستيو بريدونو له امله لغوه شوې ده.

افغان ولسمشر د کابل په شاه شهيد سيمه کې د تروریستي بريد له امله پر پاکستان سخت انتقادونه وکړل او دغه هېواد يې د تروریزم ملاتړ کوونکی وباله.

ولسمشر غني هغه مهال خبري ناستې ته وویل، چې په وروستيو څو اوونيو کې به د پاکستان سره د افغانستان د نيو اړيکو ستراتيژي اعلان شي.

د افغانستان د ماليې وزیر اکلیل حکيمي خپل پاکستاني سيال اسحاق ډار ته ویلي، افغان حکومت پریکړه کړې چې مقامات يې باید په دغه ناسته کې ګډون ونه کړي.

د پاکستان تربيون ورځپاڼې د خپلې سرچينې نوم نه دی ذکر کړی، خو ويلي يې دي، چې دوی ته د افغانستان په ماليې وزارت کې یوې معتبرې سرچينې دغه موضوع تایید کړې.

د راپورونو پر بنسټ حکيمې هغه مهال خپل پاکستان سيال سره ټېلفوني اړيکه نېولې، چې د دغه هوکړه لیک تنظيمونکي د ناستې له پاره هرڅه چمتو کړي وو او د بې نظیر بوټو نړېوال هوايي ډګر کې د افغان پلاوي د راتګ شېبې يې شمارلې.

(JEC) په دغه لسمه ناسته کې په پام کې وه، چې د اقتصادي مسايلو په ټولو اړخونو باندې خبرې اترې وشي.

پلان داسې وو، څو په دغه غونډه کې  په ۵۵ اقتصادي مواردو خبرې وشي، چې د راکړې ورکړې، ټرانسپورټي سیسټم او د کرښې په دواړو خواوو کې تجارتي قاچاق يې مهم موضوعات وو.

د افغانستان بیخ بناوو رغول او نورو ټولنیزو پروژو کې کار کول هم د دغې غونډې په اجنډا کې شامله وه.

سلام وطندار ته ځينې سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط هم دغه موضوع تایید کړې.

په پام کې وه، چې پاکستان په دغو برخو مرستې کړي وی.

د پاکستان د ماليې وزیر اسحاق ډار ویلي، چې له څه مودې راهیسې يې د خپل افغان سيال سره په مهمو مسایلو غږېدلي وو او ټولې مهمې اقتصادي ستونزې يې په نښه کړي وو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام