هرات کې طالبانو په صحرايي‌محکمه کې له یو ځوانه لاس او پښه پرې کړې

د هرات ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، چې دغه پېښه تېره ورځ د دې ولایت په اوبه ولسوالۍ کې شوې ده.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، چې دغه صحرايي‌محکمه د اوبه ولسوالۍ له مرکزه ۵ کیلومتره لېرې په یوه غرنۍ سیمه کې شوې ده.

فرهاد زیاته کړه، چې دغه ځوان پرته له کوم شواهدو له طالبانو سره د غلا په تور یوه میاشت زنداني و او وروسته له هغې یې ترې چپ لاس او چپه پښه پرې کړې.

د هرات د والي ویاند همدارنګه وویل، چې اوس‌مهال د دې ځوان روغتیايي حالت ښه دی؛ خو پولیسو د پېښې د عاملانو د نیولو په اړه پلټنې روانې کړې دي.

په ورته وخت کې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد سلام‌وطندار ته وویل، چې د دوی کسانو د هرات د اوبه ولسوالۍ په تګاب‌یاري سیمې کې د غلام‌فاروق په نامه یو ځوان د موټر او موټر سایکل د غلا په تور نیولی او بیا یې په صحرايي‌محکمه کې ترې لاس او پښه پرې کړې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام