د سوداګرۍ وزارت ۳۱ سلنه لوړپوړي مامورین لوړې زده‌کړې نه لري

د سلام وطندار د موندنو پر بنسټ د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ۳۱ سلنه لوړپوړي مامورین یوازې له دولسم ټولګي فارغ دي.

د دې وزارت ۱۴ سلنه مامورین د تحصیلي ریشتې خلاف په دندو ګومارل شوي او ۸ سلنه نور یې بیا د ولسمشر له منظورۍ پرته پر دندو بوخت دي.

د لاسته راغلو اسنادو له مخې د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون او له فساد سره د مبارزې عالي ادارې په سوداګرۍ او صنایعو وزارت کې څېړنه کړې او د دغې څېړنې راپور یې د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې د تفتیش، ارزونې او څېړنې د معاونیت له لارې سوداکرۍ وزارت ته ورلېږلی دی.

په دې وزارت کې یوازې د چارو ادارې په لوړو بستونو باندې د ۳۱ سلنه هغه مامورینو چې لوړې زده کړې نه لري، د قانون خلاف ګڼلي او لیکلي یې دي: "د ملکي خدمتونو د قانون د اتمې مادې د لومړۍ برخې، دویمې فقرې او د اولې برخې لومړۍ فقرې له مخې د دویمو بستونو او له هغې پورته بستونو له پاره لږ تر لږه د ليسانس کچه ټاکل شوې ده، هغه کسان چې په دویم بست او له هغې په پورته بستونو کې کار کوي، لوړې زده کړې نه لري، د قانون د یادو شویو مادو خلاف کار دی."

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د اطلاعاتو ریاست سرپرست مسافر قوقندي په دې اړه سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، د هغو مامورینو شمېر چې په دې وزارت کې د تحصیلي ریشتې خلاف کار کوي او یا هغه مامورین، چې تر دولسم ټولګي زده کړې لري، ۴۵ سلنو ته رسېږي.

قوقندي وايي، دغه مامورین په وروستیو ۱۴ کلونو کې په وزارت کې ګومارل شوي دي او نه شي کولی، چې په ناڅاپي ډول ټول له دندو لرې کړي.

د ځېنو نورو اسنادو له مخې، د سوداګرۍ وزیر همایون رسا د خالي بستونو په اعلانولو کې ناغېړي کړې ده.

د دغو اسنادو په یوه برخه کې لیدل کېږي، سره له دې چې ۶ تنه څلورم، پنځم او شپږم بستونو ته بریالي شوي دي؛ خو وزیر یې لا هم د ګومارنې حکم نه دی ورکړی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې په راپور کې شوی غفلت:

دغه راپور په ۸ پاڼو کې ترتیب شوی دی او زیاتې نیمګړتیاوې لري، چې په خپل وخت سره د راپور په لېږلو کې د بې غورۍ او په وزارت کې دننه له ځېنو کړیو او اشخاصو سره د مرستې کولو له امله د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون او له فساد سره د مبارزې عالي ادارې مشروعیت د دې راپور په جوړولو کې تر سوال لاندې راوستی دی.

د سوداګرۍ وزارت د جواز ورکولو د ثبت رییس خان رسول قرلق نوم ته تغیر ورکړل شوی دی او پر ځای یې د قاضي رسول نوم لیکل شوی دی.

همدا ډول د دغه وزارت د سوداګرۍ مرستیال مزمل شینواري بست ته تغیر ورکړل شوی دی او بست یې د وزارت اداري مرستیال لیکل شوی دی.

خو تر ټولو لویه تېروتنه دا ده، چې په وزارت کې دننه دغو درې عالي ادارو له ځېنو کړیو او خلکو سره مرسته کړې ده.

په هغه نوملړ کې، چې د وزارت لوړپوړي مامورین د تحصیلي زده کړو خلاف په نورو برخو کې کار کوي، د افغان کارت مختلط شرکت د رییس نوم ارغند لیدل کېږي، چې دا کار د رسنیو د خپور شوي راپور او د دغه وزارت د اختلاس دوسیې په اړه د دوی نه پاملرنه ثابتوي.

د افغان کارت مختلط شرکت د رییس محمد ظریف ارغند مالي او اداری فساد راپور په لاندې پته لوستلی شئ:

http://www.salamwatandar.com/pashto/Article.aspx?a=11975

هغه مامورین، چې د ګومارنې اسناد یې تکمیل شوي دي، د داسې کسانو نومونه په کې شته دي، چې نه یوازې دا چې سرپرستان دي، بلکې په وزارت کې د تحصیلي ریشتو خلاف کار کوي.

د وزیر د دفتر رییس عبدالحکیم، په حقوق او قضا کې لیسانس لري، چې د وزارت له لوړپوړیو مامورینو ګڼل کېږي او تر اوسه پورې د سرپرست په توګه کار کوي.

په ورته وخت کې د وزیر د دفتر رییس د لومړي او دویم بست د ګومارنې او د "شارپ لېست" په کمېټې کې د غړي په توګه ګومارل شوی دی.

د وزیر د دفتر رییس د دې پر ځای، چې نوم یې د هغو کسانو په لېست کې وي، چې خلاف د ریشتې کار کوي، نوم یې په هغه لیست کې ورکړل شوی دی، چې د تقرر اسناد یې تکمیل شوي دي، چې دا کار د وزیر د مصلحت او یا د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون او له فساد سره د مبارزې عالي ادارې کې د دوی د نفوذ ښکارندويي کوي.

د هغو کسانو په فهرست کې، چې لوړې زده کړې نه لري، د سوداګرۍ وزارت د تفتیش د رییس ګلاجان شېرزاد نوم موجود نه دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د وزارت د تفیش ریاست د وزارت له مهمو برخو ګڼل کېږي.

دا معلومه نه ده، چې ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون او له فساد سره د مبارزې عالي اداره څرنګه او په کوم دلیل د سوداګرۍ وزارت د تفتیش ریاست له پامه غورځولی دی.

په یو بل سند کې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د خصوصي سکټور د ودې معین د سمون راوستلو او له فساد سره د مبارزې له پاره په ۱۳۹۵/۱/۷ تاریخ کې ځېنې موارد د چارو د ادارې د راپور نه ولسمشر غني ته لېږلي وو.

په دې سند کې راغلي دي: "د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو په قانون کې د ليسانس تر کچې زده کړې، د ګومارنې یو له معیارونو بلل کېږي، خو لیدل کېږي، چې د سوداګرۍ وزارت د داخلي تفتیش رییس تر دولسم ټولګي پورې زده کړې کړي دي او باید یو شخص د (سي، بي، ار) له لارې استخدام شي."

د سوداګرۍ او صنایعو وزیر همایون رسا یو کال مخکې له ولسي جرګې د باور رایې واخیستې، خو تر اوسه نه دی توانېدلی، چې په وزارت کې هغه شمېر لوړپوړي مامورین، چې لوړې زده کړې نه لري، له دندو لرې کړي او نویو فارغ شویو ځوانانو له پاره چې لوړې زده کړې او د نوښت انګیزه لري، کاري زمینه برابره کړي.

له بل لوري د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون او له فساد سره د مبارزې عالي ادارې له داسې یوې مهمې مسلې سره په بې غورۍ او د یوې معاملې له مخې چلن کوي، چې ځوانان ورته هیله من دي.

دغه کار د لسمشر له فساد سره د مبارزې شعار او ژمنې تر پوښتنې لاندې راوستې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام