
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د هېواد په ۸ ولایتونو کې د غالیو صنعت د پیاوړتیا او د وزګارتیا د کچې د راټیټولو په پار هېواد ته د بېرته راستنېدونکیو کډوالو لهپاره د ۳۳۵ میلیونو افغانیو په ارزښت د یوې لويې پروژې پرانیسته وکړه.
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت وزیر نصیراحمد دراني کابل کې د یکشنبې پر ورځ د یوې غونډې پرمهال وویل، چې دا پروژه به د هېواد په کابل، پروان، بغلان، بلخ، لغمان، ننګرهار، کندهار او هرات ولایتونو کې پلی شي. د ده پر وینا، د دې پروژې بنسټیزې موخې د غالیو اوبدلو د صنعت پراختیا، د هېواد په ۵ زونونو کې د غالیو اوبدلو د پروسس د مرکزونو جوړول، د غالیو اوبدلو په برخه کې د راستنو شويو کډوالو مهارتونو ته پراختیا ورکول او په ملي او نړیوالو نندارتونونو کې د افغاني غالیو معرفي کول دي.
د دراني په خبره، د دې پروژې په پلي کولو سره به ډير کسان په مستقیم او غیرمستقیم ډول له کاره برخمن شي.

د کلیو د بیارغونې او پراخیتا وزارت وزیر همدارنګه وویل، چې په نړیوالو بازارونو کې د افغاني غالیو په نوم د غالیو وړاندې کول هغه ستونزه ده، چې د افغاني غالیو صنعت یې کمزورې کړی؛ خو دوی هڅه کوي، چې له هېواده بهر افغانانو ته په کور دننه د کار زمینه برابره کړي.
په غونډه کې د غالیو د صنعت دوو تنو کارکوونکیو شریفې احمدزۍ وویل چې دوی د قالینو د صنعت په اوبدلو کې ډیرې ستونزې لري خو که دا پروژه په سمه توګه پلي شي نو د دې ستونزې به تریوه ځایه هوارې شي.
د کليو د بیارغونې او پراختیا وزارت چارواکي وایي، چې دوی پخوا هم کلیوالو ته په اړوندو برخو کې بېلابېلې لڼډمهالې پروژې پلي کړي دي؛ خو سږکال دا لومړنۍ پروژه ده، چې د راستنو شویو کډوالو د کارموندنې په ملاتړ پلی کېږي او یو کال به دوام وکړي.





