.jpg)
د کلیو پراختیا او بیارغاونې وزیر مجیبالرحمن کریمي نن کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې راستنېدونکیو افغانانو د غالۍ اوبدلو توکي او ۵ زره دستګاوې وېشلکېږي.
ښاغلي کریمي زیاته کړه، دا دستګاوې چې په کابل، ننګرهار، بلخ، لغمان، هرات او کندهار ولایتونو کې ووېشلکېږي؛ ۱۳۳ میلیونه افغانۍ ارزښت لري.
د کلیو پراختیا او بیارغاونې وزیر مجیبالرحمن کریمي همدارز وویل، د دې پروژې له لارې به له ایران او پاکستانه ۱۵ زرو راستنېدونکيو ته نېغ په نېغه کار پیدا او ۵۰ زره نور کسان به په غیرمستقیم ډول پهدې چاره بوخت شي.
د کلیو پراختیا او بیارغاونې وزیر د دې پروژې پليکولو موخه د کلیوالو اقتصادي ښېرازي په ګوته کړه.





