په کابل کې د ترکمن‌مېرمنو د لاسي صنایعو لومړنی دایمي نندارتون

نن په کابل کې د ترکمنو مېرمنو لومړني دایمي نندارتون پرانېستل شو.

غالۍ، ټغر، مینڅي، ترکمني ګاڼې، ښځینه او نارینه جامې، سپڼسي او ورېښمین ټیکري، خولۍ او ځېنې نور په لاس جوړ شوي څیزونه د ترکمن‌مېرمنو په لومړني دایمي نندارتون کې اېښودل شوي‌دي.

د ترکمنو مېرمنو ټولنیز انجمن مرستیاله نوریه شریفي وایي چې اوس شاوخوا ۲۰۰مېرمنې په‌دې انجمن کې کارکوي.

د افغانستان ترکمنو مېرمنو ټولنیز انجمن ځېنې غړې د خپلو جوړو کړیو توکیو له‌پاره د بازار او د دولت ملاتړ غوښتنه کوي.

د افغانستان ترکمنو مېرمنو انجمن په ۱۳۸۴ لمریز کال کې کار پیل کړی‌دی.

د افغانستان غالیو او نورو لاسي صنایعو پراختیا، د سواد کچې لوړول، د ښځو مالي او اقتصادي ستونزو لېرې کول، کورنیو او بهرنیو بازارونو ته د ترکمنو مېرمنو لاسي صنایعو ورپېژندل او هغو ته بازار موندنه د انجمن له بنسټیزو موخو ګڼل کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام