د ۹.۵میلیونو ډالرو په ارزښت د ۲۶ پروژو هوکړه‌لیک

نن په کابل کې د دې ۲۶ پراختیايي پروژو هوکړه لیک په افغانستان کې د هند سفیر او د اقتصاد، کار او ټولنیزو چارو، لوړو زده‌کړو، پوهنې، کلیو پراختیا، عامې روغتیا، عدليې او ښار جوړونې وزارتونو او ځېنو اړوندو بنسټونو ترمنځ د اجرایوي رییس ډاکټر عبدالله او د ولسي جرګې د ځېنو غړیو په حضور کې لاسلیک شو.

د ښاغلي مستور په وینا، دا ۲۶ پروژې ۹.۵ میلیونه ډالره ارزښت لري چې «د ټولنیزو لوړو اغېزو سره» د هند د پراختیايي پروژو د ۱۲۰ میلیون ډالري مرستې څخه تمویلېږي.

د اقتصاد وزیر مصطفی مستور وايي چې دغه پروژې به د کابل، بامیان، دایکندي، بادغیس، کاپیسا، لوګر، بدخشان، هلمند، غور، ننګرهار، خوست، بلخ، سرپُل او هرات ولایتونو کې پلې شي.

د ده په وینا، دا پروژې به د امنیت په ښه کولو، کاري موکو په پیداکولو، د اقتصادي کډوالۍ په کمولو، له حکومته د ملاتړیو په پيدا کولو، ټولنیزو او اقتصادي بدلونونو کې مثبت رول ولوبوي.

د اقتصاد وزارت چارواکي وايي چې دغه پروژې د اقتصاد وزارت سره په همغږۍ د تل‌پاتې پراختیا د موخو او د افغانستان د سولې او پراختیا له‌پاره د ملي چوکاټ په اساس پلې کېږي.

هند له ۲۰۰۵ کال څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې له ټولنیزو لوړو اغیزو سره ۵۷۷ پراختیايي پروژو د پلي کولو ژمنه کړې چې په درېیوو پړاوونو کې د ۱۲۰ میلیونو ډالرو په ارزښت پلې کېږي. له‌دې ډلې تر  اوسه د ۶۵ میلیونو ډالرو په ارزښت ۳۲۷ پروژې بشپړې شوې‌دي او پاتې یې تر کار او یا هم تر تدارکاتي پروسې لاندې دي.

د هند له لوري دغه ژمنه شوې پروژې تر ډېره په سرحدي ولسواليو کې پلې کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام