ولسي جرګې د «ملي دسترخوان» پروګرام رد کړ

ولسي جرګې په یوه ځانګړې غونډه کې د «ملي دسترخوان» پروګرام چې ولسمشر د شنبې په ورځ پرانېست، د رایو په ډېروالي رد کړ.

د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمېسیون منشي سیدعظیم کبرزاني په یاده غونډه کې وویل چې د «ملي دسترخوان» پروګرام د مالیې وزارت په ګډون له هېڅ بودیجوي واحد سره نه دی شریک شوی.

د نوموړي په وینا، حکومت د رسنیو له لارې د ملي دسترخوان پروګرام بودیجه ۲۴۴ میلیونه ډالر ښودلې وه، خو مالیې وزارت ویلي چې د یاد پروګرام لګښت ۲۸۰ میلیونه ډالره دی او ۳۶ میلیونه ډالره یې هم د لېږد‌رالېږد لپاره په پام کې نیول شوي دي.

هغه وايي، حکومت غواړي دا پیسې حیف‌ومیل کړي. نوموړي د دغه پروګرام د رد دلایل د هغه ناموثریت یاد کړ او زیاته یې کړه چې جرګه غواړي دا پیسې پر پراختیايي پروژو ولګېږي.

د ولسي جرګې غړی عبدالرووف انعامي وايي، کومې پیسې چې حکومت غواړي پر ملي دسترخوان پروګرام یې ولګوي، د پراختیايي بودیجې د کمښت لپاره د نړیوال بانک مرسته شوې پیسې دي. د نوموړي په وینا، ټاکل شوې وه دا پیسې د ښوونځیو، سړکونو او نورو زېربنايي پروژو پر جوړولو ولګېږي.

د ملي دسترخوان پروګرام چې د وچې ډوډۍ د وېش پروګرام ځای‌ناستې ده، دوه ورځې وړاندې د ولسمشر محمداشرف غني له لوري په رسمي ډول پرانستل شو. د حکومت په وینا، یاد پروګرام له ۲۴۴ میلیونه ډالره ډېر لګښت لري او له څلور میلیونه کورنیو سره د مرستې په پار پیل شوی دی.

د ولسي جرګې غړیو پرون ویلي وو چې د ملي دسترخوان پروګرام له دوی سره تر مشورې پرته پیل شوی او ډېر فساد په‌کې دی.

د ولسي جرګې د غړیو په وینا، د ملي دسترخوان پروګرام هم د وچې ډوډۍ د وېش پروګرام په څېر ناکام دی او ښايي ډېر فساد په‌کې وشي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام