سږکال له کندهاره څه کم ۳ نیم سوه زره ټنه وچ پیاز صادر شوي

د کندهار د سوداګرۍ او صنایع ریاست وايي، چې سږکال له کندهاره هند هېواد ته ۳ سوه ۳۴ زره ۹۵۰ ټنه وچ پياز صادر شوي دي.
د دې ریاست رییس علاوالدین حمیدي سلام وطندار ته وویل، چې د یادو پيازو څخه کندهاري سوداګرو ته ۱۱۷۲۳۳ امریکايي ډالر په لاس ورغلي دي.

د نوموړي په خبره، سږکال تر ټولو زیات پياز په ژېړۍ، پنجوايي، دامان او ارغنداب ولسوالیو کې کرل شوي وو او کروندګر يې د خپلو حاصلاتو ترڅنګ له صادراتو هم خوښ وو.

د حمیدي پر وینا، که د هندوستان ترڅنګ په نورو هېوادونو کې هم د کندهاري پیازو له پاره بازار پیدا شي؛ نو ګټې او صادرات به یې له اوسنۍ شمېرې څو چنده زیات شي.

ده له کروندګرو نه د دې غوښتنې تر څنګ، چې د ښو حاصلاتو او سوداګرو د راجبلولو له پاره ښه تخم انتخاب کړي؛ له سوداګرو هم وغوښتل، چي د نړیوالو په غوښتنه کندهاري پياز په داسې ډول بسته بندي او منظم کړي، چې رانیوونکي زیات شي.

د کندهار د پيازو دوه تنه سوداګر حاجي غمی او حاجي اخترمحمد، چې سږکال يې اکثره پياز د هندوستان ترڅنګ پاکستان ته هم صادر کړي؛ وايي، له خپلو صادراتو خوښ دي.

د دوی په خبره، که دولت له کندهاري کروندګرو سره پر وخت د کوډو، اصلاح شويو تخمونو او نورو اړوندو توکیو مرستې وکړي؛ نو دوی ته په مناسبه بیه ښه حاصلات په لاس ورځي.

د کندهار د پیازو سوداګرو له دولته غواړي، چې د دوی له پاره د هندوستان ترڅنګ نورو نړیوالو بازارونو ته هم د لارې پیدا کولو هڅې وکړي، چې په لږ وخت کې ډېر پیاز او نور حاصلات صادر کړی شي.

د کندهار د سوداګرۍ او صنایع ریاست مسولان هم د سوداګرو غوښتنه معقوله ګڼي او زیاتوي، چې په دې اړه يې څو ځلې د کرنې د برخې له مسوولو بنسټونو سره خبرې کړي او هغوی ژمنه ورکړې، چې نړیوالو بازارنو ته د حاصلاتو د رسولو په پار کروندګرو ته اسانتیاوې چمتو کړي.

حمیدي وايي، پخوا به د سوداګرو د صادراتو اداري او سوداګریز چارې کابل ته راجع کېدلې؛ خو اوس یې ټولې چارې په کندهار کې بشپړېږي او بیا يې د صادراتي چارو په پار ګمرک ته لېږي.

ده پر سوداګر غږ وکړ، که کومه ستونزه لري؛ کولی شي، چې له دوی سره اړیکه ونیسي.  

کندهاري کروندګر له خپلو حاصلاتو خوښ دي؛ خو زیاتوي چې دوی د نړیوال بازار له پاره د پیازو او نورو حاصلاتو په معیاري بسته بندۍ نه پوهېږي؛ ځکه خو له اړوندو ریاستونو غواړي، چې نورو بازارونو ته د خپلو حاصلاتو د رسولو  په برخه کې ورسره مرسته وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام