
د میدان وردګو ولایت ځېنو سوداګرو او کروندګرو کابل کې د یوې غونډې پرمهال له حکومته پر پاکستانيو او ایرانيو میوو د ګمرکي محصول د زیاتولو غوښتنه وکړه.
د میدان وردګو ولایتي شورا غړی شریفالله هوتک د دې ولایت د کروندګرو او سوداګرو په استازیتوب خبرداری ورکړ، که حکومت تر راتلونکیو پنځو ورځو پورې د دوی غوښتنو ته لاسرسی ونهکړي؛ د کابل ـ کندهار لویه لار به وتړي.
د میدان وردګو یو تن کروندګر حاجي محمد امین وايي، پاکستانۍ او ایرانۍ میوې په قاچاق او کم محصول افغانستان ته واردېږي او دغې چارې د دوی د میوو بازار خراب کړیدی.
پهدې اړه مو د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزارت د نظر اخېستلو هڅه وکړه؛ خو په لهپرلپسې هڅو سربېره با هم بریالي نهشو.
د میدان وردګو ولایت سوداګرو او کروندګرو تېره اونۍ هم کابل کې یوې اعتراضیه غونډه کې له حکومته غوښتي وو، چې د امنیتي ځواکونو د میوو په قرارداد کې د فساد مخه ونیسي.





