بدخشان کې د ۲میلیونو په ارزښت د څړځایونو جوړېدل

د بدخشان واخان او زېباک ولسوالیو اوسېدونکیو پر څارویو د واورینو پړانګانو د بریدونو له زیاتېدو او ډېرو څارویو له منځه تللو سره د بدخشان ځايي مسوولانو د ورته پېښو د تکرار د مخنیوي له‌پاره د هڅو خبر ورکړی‌دی.

د بدخشان سکتوري خدمتونو رییس اسامه‌بصیر وايي چې ځايي ادارې د واورینو پړانګانو له ګواښونو د خلکو څارویو د ساتلو له‌پاره د واخان ملي پارک په ۵ کلن پروګرام کې د خوندي ځایونو جوړول شامل کړي‌دي.

ده د دې څړځایونو د جوړېدو په اړه وویل چې په ۲۰۱۸ کال کې د (WCS) یا د څارویو ساتنې خوندیتوب موسسې له UNDP  څخه د یو څه بودیجې په واخیستلو سره وپتېیله چې د د څارویو له‌پاره د خوندي سترو غوجلو یا څړځایونه جوړ کړي. د بصیر په وینا، په‌دې پروژه کې ۱۲ خوندي سترې غوجلې یا څړځایونه شامل دي چې هره یوه يې د ژمي په موسم کې د۵۰۰ څارویو ساتنې ظرفیت لري.

د بدخشان ولایتي شورا غړی طلب‌الدین قادري د دې سترو غوجلو جوړول اغېزمن نه بولي، وايي چې په تېرو کلونو کې د څارویو خوندیتوب ادارې ورته ځایونه جوړ کړي‌وو؛ خو ښې پایلې يې ورنه‌کړې.

دی وایي، خلک به د واورینو پړانګانو د زیان په صورت کې هغو ته زیان نه رسوي؛ خو حکومت باید د هغوی د څارویو ۲۰ نه تر ۴۰ سلنو پورې زیان ورکړي.

په‌ وروستیو کې بدخشان کې یو واورین پړانګ ووژل شو چې په ټولنیزو شبکو کې يې غبرګونونه راوپارول؛ خو د سیمې اوسېدونکي وايي چې د خپلو څارویو ژغورلو له‌پاره اړ دي چې واورین پړانګان ووژني.

د بدخشان د چاپېړیال ساتنې ادارې مسوولان وايي چې واورین پړانګان کم‌پيداکېدونکي ځناورو دي او حکومت یې ښکار منع کړی‌دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام