
د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو وزیر سیدحسین عالمي بلخي او د ښارجوړونې وزارت معین پروان ولایت ته سفر کې د ۷ پرمختیايي پروژو پرانېسته وکړه.
دغو پروژو کې د پروان د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو او د ښار جوړونې ریاستونه، دوه بابه د فاتحې هالونه او شینوارو او شیخعلي ولسوالیو کې د درېیوو بابو ښونځیو لهپاره د ودانیو جوړول شاملېږي.
د کډوالو او بیرته راستنېدونکیو چارو وزیر وايي، د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو وزارت دویم واحدونه ولایتونو کې تراوسه پورې ودانۍ نهلري او تر راتلونکیو دوو کلونو پورې به ټول ۳۴ ولایتونه اداري ودانۍ ولري.
په ورته وخت کې د ښارجوړونې او ځمکو وزارت مسوولان وايي، کومې پروژې چې نن پروان ولایت کې پرانیستل شوې، د افغانستان جمهوري دولت د ثبات تحکیم پروګرام له لارې پلي کېږي.

د ښارجوړونې او ځمکو وزارت معین محمدنسیم خلیق وايي، پهدې پروژو کې د درېیوو ښونځیو د ودانیو جوړول هم شاملېږي چې څلورو میاشتو پورې به بشپړې شي.
د هغه په وینا، په دغو پروژو شاوخوا سل میلیون افغانۍ لګښت راځي.
وروسته له هغې چې د افغانستان د وزارتونو جوړولو مسوولیت د ښارجوړونې او ځمکو وزارت ته وسپارل شو؛ د دغه وزارت مسوولان ډاډ ورکوي چې له مخکې د جوړو شویو قطعاتو څخه په ګټې اخېستلو ـ چې د دغه وزارت د کور جوړولو تصدۍ کې جوړېږي ـ دولتي ودانۍ په پرمختللې بڼه رغولی شي.





