
په ننګرهار کې د نورعمر پلازې یو شمېر هټۍوال وايي، په دغه مارکېټ کې د تېرې ورځې اورلګېدنې ورته چې د برېښنا مزو د شارټۍ له امله رامنځته شوه میلیونونه افغان زیان رسولی دی.
د ننګرهار د لومړۍ ناحیې اړوند په نورعمر پلازې کې چې د ښځینهوو سینګارتوکي پهکې پلورل کېدل، په بشپړه توګه سوځېدلی او له کبله یې هټۍوالو او سوداګرو ته میلیونونه افغانۍ زیان اوښتی.
د دغه مارکېټ هټۍوال حاجي سنګر او یما وايي، پهدې مارکېټ کې د شاوخوا شل میلیونو ډالرو پانګونه شوې وه، د دوی د اسنادو په ګډون ټول توکي سوځېدلي او د اطفایې ادارې کمزوري او د لازمو وسایلو نهلرل، د اور د اوږدېدو لامل شول.
دغه دوکانداران د اور وژلو په برخه کې د اړوندو ادارو پر ناتوانۍ نیوکه کوي او وايي، که څه هم اطفایې ورغلې وې، خو د اوبو د کموالي له امله یې اور پر وخت مړ نهکړ.
د جلالاباد ښار د خوراکه پلورنځیو مشر او د اصنافو اتحادیې غړی بازمحمد وايي، یاد مارکېټ په بشپړه توګه سوځېدلی، خلکو ته یې درانه زیانونه اړولي او حکومت یې هم د ګولېدو لپاره پر وخت اقدام نهدی کړی.
تر اوسه د دغه مارکیټ سوځېدو له امله د اوښتي زیان کچه نه ده روښانه شوې، خو د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، د پلازې سوځېدو ترڅنګ هټۍوالو او سوداګرو ته هم میلیونونه افغانۍ زیان اوښتی دی.
د نوموړي په وینا، یاد مارکېټ په معیاري ډول جوړ شوی نه و او نه هم پهکې د اور وژنې وسایل او لارې وې او همدا لامل شو چې لس ساعته دوام وکړي.
خوږیاڼی زیاتوی، خلکو ته د اوښتي زیان مالومولو په اړه یې پلاوی ټاکلی او حکومت به هم له زیانمنو سره څهناڅه مرسته وکړي.

د اورلګېدو پېښو پرمهال د اطفايې مامورین او عام خلک نیوکه کوي چې د جلالاباد په ګڼ نفوسه ښار کې د ورته پېښو پر مهال د خلکو بې ځایه ګڼه ګوڼه، د سړک پر سر د لاسي کراچیو او نقلیه وسایطو ډېرښت او د ښاري ماسټر پلان خلاف د لوړپوړیزو ودانیو جوړول د اور وژنې پر وړاندې خنډ ګرځي.
همدارنګه د برېښنا نامنظم وېش، په معیاري ډول د مارکېټونو نه جوړېدل او سیمې ته پر خپل وخت د اور وژونکې ډلې نه رسېدل، سوداګریزو مارکېټونو کې د اور لګېدو او پراخېدو لاملونه ګڼل کېږي.





