
که څه هم د فاریاب ولایت وطني غالۍ او ټغر په نړېوالو بازارونو کې ډېر شهرت لري، خو اوس دغه صنعت د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دی.
د فاریاب یوشمېر غالۍ اوبدونکي وايي، حکومت د دغه صنعت لهپاره بازارموندنه نهکوي او د بازار نه موجودیت له کبله دوی هم دغه کسب پرې ايښی دی.
پیمان حیدري چې له خپلو کاکاګانو سره یې په فاریاب کې د ټغر اوبدنې کارګا درلوده وايي، ۵ سوو مېرمنو ورسره کار کاوه، خو د بازار نه موجودیت له کبله اړ شول چې بنده یې کړي.
په همدې حال کې د غالیو او ټغرو سوداګر خیرمحمد وايي، مخکې به یې په ورځ کې څو تختې غالۍ او ټغر پلورل، خو له دوو کلونو راهیسې د دغه صنعت بازار په ټپه ولاړ دی.
بلهخوا د فاریاب د سوداګرۍ او صنایعو رییس نصیراحمد عظیمي سلاموطندار ته وویل چې په دغه ولایت کې د غالیو او ټغر اوبدنې صنعت ۷۰سلنه له منځه تللی دی.
د عظیمي په وینا، په تېرو کلونو کې به هره میاشت سلګونه زره متره مربع غالۍ او ټغر اوبدل کېدل، خو اوس دغه شمېر ۵۰ زره متره مربع ته راټیټ شوی دی.

د دغه ریاست د مالوماتو له مخې، د دغه ولایت ۳۰ سلنه اوسېدونکي د غالیو او ټغر پر اوبدلو بوخت دي.
د یادونې ده چې د فاریاب غلموري، چوبرنګ او ایماقي ټغر په نړېوالو بازارونو کې ښه نوم لري او ډېر پېرودونکي لري.





