
له چین نه د راوردېدونکیو توکیو یوشمېر سوداګر وايي، د حکومت له لوري پر یادو توکیو د ګمرکي تعرفو درې چنده کولو له کبله، ۵ زره کانتینر په ګمرک کې ولاړ دي.
دوی چې نن په یوه اعتراضیه غونډې کې راټول شوي وو وویل، د حکومت یواړخیزه پرېکړه لامل شوې چې هره ورځ دوی ته ۱ میلیون ډالر زیان واوړي او ګټه یې هم ایراني او پاکستاني شرکتونو ته ورسېږي.
دغه سوداګر وايي، ګمرکي تعرفې په هر کانتینر کې له ۱۵۰۰۰۰ زرو افغانیو نه ۴۵۰۰۰۰ ته لوړې شوې دي.
یو سوداګر خاناقا ګلزاد وايي، په ګمرکونو کې د حکومت نوې تګلاره د لنډمهال لهپاره ګټوره ده، خو په اوږدمهال کې به د پانګې ورکېدو، قاچاقي وارداتو، بېکارۍ زیاتوالي او د وارداتو کموالي لامل شي.
د نوموړي په وینا، یاده تګلاره د مالیې وزارت له لوري جوړه شوې چې د سوداګرو او حکومت ترمنځ واټن ډېرولی شي.

خو د مالیې وزارت شمعروزخان مسجدي د ګمرکي تعرفو لوړېدل قانوني بولي او وايي، د ګمرکي تعرفو لوړوالي طرحه یې د سوداګرۍ او صنایعو خونې سره په همغږۍ جوړه کړې ده.
خو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولان وايي، د ګمرکي تعرفو لوړوالي او د کانټینرو درولو له کبله شاوخوا ۲ میلیونه ډالره سوداګرو ته زیان اوښتی دی.





