له پانګونې د ملاتړ ادارې رېیس محمد قربان حقجو نن کابل کې خبري غونډې ته وویل، چې د دوی د راپور له مخې سږکال په بهرنۍ او کورنۍ پانګونه کې ۲۶ سلنه کموالی راغلی.
هغه زیاته کړه، چې تیر زیږدیز کال په ۹ میاشتوکې ۶۱۱ میلیونه ډالره پانګونه شوې وه، خو سږکال بیا ۴۴۸ میلیونوته راټيټه شوې.
د دې ادارې مسولین وايي، له دوی سره ټولې بهرنۍ او کورنۍ پانګونې ثبت کیږي چې دوی د " ۲۰۱۴ ـــ ۲۰۱۵ ز" کلنو د جولای ــ تر اګسټ میاشتو پورې د ۹ میاشتو راپور له رسنیو سره شریک کړ.
دغه راز، له پانګونې ملاتړ ادارې چمتو شوي راپور له کانونو پرته په ودانیو ، صنعت، کرنې او عامه خدمتونو برخه کې د پا نګونې کموالی په ښیي.
په ۲۰۱۴ کال په ودانیزو چاروکې ۲۰۰ میلیونه ډالره پانګونه شوې وه چې په ۲۰۱۵ زیږدیز کال کې ۸۳،۵ میلیونه پانګونه شوې او په صنعت کې تېر کال (۱۰۸) میلیونه خو د سږکال په ۹ میاشتو کې ۸۱ میلیونه ډالره پانګونه شوې .
دغه راز، تېر کال د کرنې په برخه کې ۱۷ میلیونه ډالره پانګونه شوې وه چې سږکال ۱۴ میلیونه ډالرو ته راټيټه شوې او ترڅنګ یې د مخابراتي خد ماتو په برخه کې په ۲۰۱۴ زیږ دیز کال ۲۲۰ میلیونه ډالره پانګونه شوې وه چې سږکال بیا ۱۹۹ میلیونو ډالرو ته راټيټه شوې.
د ایسا راپور د کانونو برخه کې د پانګونې زیاتوالی ښیي.
چې سږ کال د کانونو په برخه کې ۶۹ میلیونه ډالره پانګونه شوې چې تېر کال ۶۵ میلیونه ډالره وه او په دې توګه ۶ نیم سلنه زیاتوالی په ډاګه کوي.
حقجو وړاندیز کوي، چې په هېواد کې د باور چاپيریال رامنځته کول، د بندونو، سرکونو او سپنې پټلیو جوړول ، د کانونو تړونو عملي چارې پيل سربېره دولت باید سترې پراختیایي پروژو ته عملي بڼه ورکړي.
قربان حقجو د دې ټولو اقتصادي ننګونو لامل په هېواد کې د سیاسي اقتصادي ثبات نشتوالی ، له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو وتل، نا امني، د پيسو کموالی، د دولت له لوري سترې اقتصادي پروژو نه تطبیق، اداري فساد او مالي امکاناتو نشتوالی وبلل.
حقجو زیاتوي چې په هېواد کې ټول ټال ۱۰ ملیارده ډالرو پانګونې څخه ۱۸ سلنه بهرنۍ او ۸۲ سلنه کورنۍ ده چې پروینا يې په دې برخه کې امریکا لومړي ځای لري چې په افغانستان کې یې ۴۳۴ میلیونه ډالره پانګونه کړې.
ده وویل چې ترکیه په دې برخه کې دویم ځای لري چې ۲۳۸ میلیونه ډالره پانګونه یې کړې او دغه راز، کاناډا بیا د ۱۷۸ میلیونو ډالرو په پانګونې سره په افغانستان کې دریم ځای لري.
له پانګونې د ملاتړ ادارې چمتو شوي راپور له کانونو پرته په ساختمان، صنعت، کرنې، او عامه خدماتو په برخه کې د پانګونې کموالی په ډاګه کوي.
ودانیزې چارې
۲۰۱۴ کال کې ۲۰۰ میلیونه ډالره شوې وه، چې په ۲۰۱۵ زیږ دیز کال کې ۸۳،۵ میلیونه پانګونه شوې چې ۵۸ سلنه کموالی په ډاګه کوي.
صنعت (فابریکې جوړلو کې کموالی)
تېر کال (۱۰۸) میلیونه ډالره پانګونه خو سږ په ۹ میاشتوکې ۸۱ میلیونه ډالره پانګونه شوې چې ۲۵ سلنه کموالی ښه يي.
کرنه او مالداري
تېر کال پدې برخه ۱۷ میلیونه ډالره پانګونه شوې وه چې سږکال ۱۴ میلیونه ډالرو ته راټيټه شوې او ۱۳ سلنه کموالی په ګوته شوی.
دغه راز، د خد ماتو په برخه کې په ۲۰۱۴ زیږ دیز کال ۲۲۰ میلیونه ډالره پانګونه شوې وه چې سږکال بیا ۱۹۹ میلیونو ډالرو ته راټيټه شوې چې ۹ سلنه کموالی ښه یي او په همدې اړه په کانونو برخه کې هم.
په همدې اړه د له پانګونې د ملاتړ ادارې راپور په ډاګه کوي چې سږ کال د کانونو په برخه کې ۶۹ میلیونه ډالره پانګونه شوې چې تېر کال دا پانګونه ۶۵ میلیونه ډالره وه چې په کانونو ۶ نیم سلنه پانګونه ډيره شوې.





