افغانستان کې د پلاستیکي صنعتي توکیو لومړی نړیوال نندارتون

د سه‌شنبې پر ورځ کابل کې د پلاستکي صنعتي توکیو لومړی نړیوال نندارتون پرانیستل شو.

په‌دې نندارتون کې شاوخوا ۹۵ کورنیو او بهرنیو شرکتونو ګډون کړی و، چې له‌دې شمېرې ۳۸ شرکتونه د افغانستان، ۴۴ یې د ایران او پاتې نور هغه د پاکستان، هندوستان، ترکیې، چین او تایوان هېوادونو وو، چې تولیدي توکي، ماشینونه، لومړني توکي او پلاستیکي مصنعتونه په‌کې نندارې ته اېښودل شوي وو.

د پلاستیکي صنعت نندارتون په پرانستغونډه کې د سوداګرۍ خونې لومړي مرستیال خان جان الکوزي وویل، چې په افغانستان کې د پلاستیک صنعت ډېرې فابریکې شته، چې له سمیې بهر د نړۍ له نورو هېوادونو سره هم رقابت کولی شي او افغانستان تقریباً د پلاستیکي صنعت په برخه کې ځان بساینې ته رسېدلی دی.

د سوداګرۍ خونې لومړي مرستیال وویل، چې پلاستیکي صنعتي توکي د انسانانو له مهمو اړتیاوو څخه دي او د دې صنعت د پیاوړتیا له‌پاره د نندارتونونو جوړول یو ګټور ګام دی.

د هیله‌من دی، چې په ورته نورو برخو کې هم د ښو تولیداتو او نندارتونونو د جوړولو جوګه شو.

خان جان الکوزي زیاته کړه، چې د صنعت په برخه کې فساد او صنعتکارانو ته د امکاناتو نه برابرول هغه ستونزې دي، چې د صنعت د پرمختګ مخه نیسي.

په نندارتون کې د اجرایوي ریاست لومړي مرستیال محد محقق وویل، چې هېواد یوازې په امنیت پرمختګ نه‌شي کولی، بلکې د هېواد د اقتصادي ودې په موخه باید صنعت ته وده او له خصوصي سکتوره ملاتړ وشي.

هغه ډاډ ورکړ، چې حکومت د صنعتي پارکونو او ښارګوټو د جوړولو ترڅنګ د صنعتکارانو ملاتړ کوي، چې په‌دې سره هېواد په پښو درېدلی شي.

د پلاستیک صنعت نړیوال نندارتون کې کورني پلاستکي تولیدات لکه پلاستیکي بوټونه، د اوبو پلاستیکي زېرمې، پلاستیکي خلتې او د کور توکي، لکه جک، کاسې، عینکې او دې ته ورته ډېر نور توکي نندارې ته اېښودل شوي‌وو.

دغه نندارتونه به دوه ورځې د مینه‌والو پر مخ خلاص وي. 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام