ولسمشر د شخصي ملکیتونو د ثبت پروګرام پرانېسته وکړه

افغان ولسمشر محمداشرف غني نن په هرات کې د ګڼو چارواکیو او قومي مشرانو په یوې جوړې شوې غونډې کې د شخصي ملکیتونو د ثبت پروګرام پرانېسته وکړه.

ولسمشر زیاته کړه، وروسته له‌دې بې‌طرحې ځایونه او سیمې د حکومت په اډانه او چوکاټ کې ځای‌ نه‌لري.

په ورته وخت کې د ځمکو د تنظیم (اراضي) ادارې عمومي رییس وویل چې تر اوسه په ۸ ښارونو کې ۴۰۰ زره استوګنیځ کورونه ثبت شوي او ټاکل شوې، د ۲۰۲۰ زېږدیز کال تر پایه له یو میلیونه زیاتو هېوادوالو ته د ملکیت د وېش سندونه ورکړل شي. هغه زیاته کړه، دا پروګرام باید خپله ولس مخته یوسي، ځکه دا د دوی په ګټه دی.

د هرات والي محمداصف رحیمي د دې پروګرام نه د هرکلي په پار خلکو ته وویل، دا پروګرام د ځمکو د غصب او د ځمکو پر سر د جنجالونو مخنیوی کوي. هغه د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه چې د رسمي او باوري سند په لرلو سره د ځمکې ارزښت لوړېږي او په راتلونکي کې د ځمکې څښتن هغه په اسانۍ پلورلی شي.

له‌دې سره هم‌مهاله د هرات ځېنې اوسېدونکي د ملکیت سند د وېش هرکلی کوي او وايي، اوس‌مهال ډېر ملکیتونه ستونزې لري؛ ځکه څوک زړه نه‌ ښه کوي چې په ځمکو پانګونه وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام