هرات: د بې‌کېفیته نفتي توکو په وارداتو کې ۷۰ سلنه کموالی راغلی

راپورونه وايي، چې سږکال د هرات ولایت بې‌کیفیته نفتي توکو او ګازو په وارداتو کې ۷۰ سلنه کموالی راغلی دی.

د هرات ولایت د نورم او سټنډرډ ادارې مسوولین وايي، چې د اسلام قلعه او تورغونډي پر بندرونو د زیات نظارت او جدي څېړنو له امله په دغه ولایت کې د بې‌کېفیته نفتي توکو او مایع ګاز مخه په بې‌ساري ډول نېول شوې ده.

د یاد ولایت د نورم او سټنډرډ ادارې سرپرست رییس عبدالواسع خادمي وايي، چې دوی په ذکر شویو بندرونو کې شعبې جوړې کړې دي او له همدې امله د نفتي موادو سوداګر کم‌کېفيته تېل نه‌شي واردولی.

خو خادمي اندېښنه څرګندوي، چې دغه سوداګر اوس کم‌کېفیته نفتي مواد د هغو ګاونډیو ولایتونو واردوي، چې د نورم او سټنډرډ ادارې په‌کې نشته.

د نوموړي د معلوماتو له‌مخې، د تېرکال له وروستیو درېيو میاشتو راهیسې هرات ولایت ته د ۸۰ ټانکرو بې‌کېفیته نفتي موادو مخنیوی شوی دی او همدارنګه د ۱۱ هغو شرکتونو جواز اخیستل شوی د قانون خلاف يې په دغه ولایت کې فعالیتونه کول.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام