شمالي مقدونیې له افغان ملي اردو سره د «۱۰۰۰ډالرو» مرستې ژمنه وکړه

د ناټو غړیو هېوادونو د نن ورځې په ناسته کې د افغانستان ملي اردو او ملي پولیسو سره د مرستو کمیت او کیفیت په څرنګوالي بحث وکړ او په پایله کې شمالي مقدونیې ژمنه وکړه چې ۱۰۰۰ امریکايي ډالر د افغان ملي اردو له بسپنې صندوق  (Afghan Nation Army Trust Fund)  سره کومک کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د مرسته کوونکیو هېوادونو په فهرست کې ـ د ناټو غړیو هېوادونو په شمول او همکاره هېوادونه په استثنا د امریکا ـ د پام وړ زیاته مرسته کړې؛ د المان هېواد له ۵۸۲ میلیونه ډالرو له مرستې نیولې د اسټرالیا تر ۵۲۰ میلیونو ډالرو مرستې شاملې دي. له دې سره ـ سره ځېنو شتمنو هېوادونو لکه سویس یوازې او یوازې ۱۸۶ زره ډالر د ملي اردو سپما صندوق سره مرسته کړې ده، خو د شمالي مقدونیې ۱۰۰۰ ډالري مرسته یو څه توهین‌امیزه ښکاري.

د افغان ملي اردو د بسپنې صندوق له LOTFA یا د قانون د حاکمیت له‌پاره د سپما صندوق سره یوځای د ناټو سازمان غړیو او مرسته‌کوونکیو هېوادونو مجموعه تشکیلوي. د قانون د حاکمیت له‌پاره د سپما صندوق یوازې د پولیسو حقوق یا معاشونه او په کورنیو چارو وزارت کې ظرفیت‌لوړونه او صلاحات تضمینوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام