غني: د افغانستان له بندونو جوړولو دې ګاونډيان اندېښنه نه‌لري

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، چې د افغانستان د اوبو پراختیا د ټولو ګاونډيو او د سیمې هېوادونو په ګټه دی.

نوموړي، چې " اوبو او دوامداره پرمختیا" تر عنوان لاندې جوړ شوي کنفرانس کې وینا کوله زیاته کړه، چې د افغانستان د اوبو پرمختیا په اړه دې هیڅ هېواد اندېښنه نه‌لري، بلکې پر وینا يې برعکس دغو هېوادونو ته به يې ګټه ورسيږي.

دا د اوبو په اړه څلورم ملي کنفرانس و، چې د افغانستان د اوبو او بندونو په اړه جوړيږي.

په دغه کنفرانس کې ولسمشر له ګاونډیانو وغوښتل، چې د افغانستان له لوري د اوبو له سرچینو له استفادې دې نور هېوادونه ملاتړ وکړي.

افغان ولسمشر وویل، د افغانستان اوبه مهمه طبیعي سرچینه او د افغانانو شتمني ده، چې تر اوسه د اوبو له واقعي اهمیت او ارزښت څخه بې خبره پاتې دي او دا يې هم وویل، چې د هېواد اوبه د سم تنظیم او مدیریت په برخه کې زیات کار ته اړتیا لري.

د غني پر خبره، که د افغانستان اوبه کنټرول شي، نو افغان‌حکومت به له ګاونډيو هېوادونو د برېښنا له واردولو هم خلاص شي.

نوموړي زیاته کړه: "د افغانستان د اوبو سرچینې په شتمنۍ بدلېدای شي او د هېواد یو تر ټولو مهمه سرچینه د هغه جغرافيايي موقعیت دی چې ۳ زره کاله یې دغه هېواد د تمدن په مرکز او څلور لارې بدل کړی و".

د هغه پر خبره، که د افغانستان سترې سرچينې سم مدیریت شي، نو تر راتلونکو ۲۰ کلونو پورې به یو متوسط سوکاله افغانستان ولرو.

د غني پر وینا، اوبه د افغانستان عزت دی او د عزت ساتل د افغان حکومت یو له اهدافو بلل کيږي.

" د هغه هېواد له‌پاره چې لا یې هم د ۸۰ سلنې خلکو ژوند په کرنه ولاړ دی، د کرنیزو توکو واردول ملي شرم دی او له دغه شرم څخه باید ځانونه خلاص کړو".

ولسمشر محمد اشرف غني وویل، چې د اوبو په اړه د نړۍ قوانین د یو هېواد د رهنمايې په معنا ده.

د غني پر وینا، د افغانستان د اوبو هرې حوزې له‌پاره باید ځانګړې کړن‌لاره جوړه شي.

له بل لوري، په دغه کنفرانس کې د هند سفیر من‌پریت هورا هم د اوبو د اهمیت په اړه خبرې وکړې.

د ویلو ده، چې دغه کنفرانس به تر راتلونکو درېيو ورځو پورې دوام وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام