په کابل کې د افغان ــ ترک شپږم نړېوال نندارتون پرانیستل شو

په کابل کې د افغان – ترک په جوړ شوي نندارتون کې ۳۵ افغان او ۲۵ ترکي شرکتونو  په ۷۸ غرفو کې خپل محصولات نندارې ته کېښودل.

دا نندارتون د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې او افغان – ترک د سوداګرو او صنعتکارانو ټولنې له خوا پرانیستل شوی، چې څلور ورځې دوام کوي.

د نندارتون د پرانيستنې په موخه جوړې شوې غونډې ته د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزي وویل، په نندارتون کې ودانیزو او خوراکي توکیو ترڅنګ، برېښنایي وسایل، تېلفونونه، فرنیچرې، جامې، وچې مېوې، سینګاري وسایل او د کور نور اړین توکي نندارې ته وړاندې شوي دي.

الکوزی، چې دغه ډول نندارتونونه د اقتصادي بساینې په برخه کې ګټور کار بولي وايي، له دې وړاندې افغان سوداګرو په ترکیه کې درې ځلې خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي دي.

خان جان الکوزي زیاته کړه، چې په افغانستان کې ترکي سوداګرو تر دې مهاله ۱۳۲ میلیونه ډالره پانګونه کړې او تېر کال یې ترکیې هېواد ته د صادراتو په برخه کې د ۶۰ میلیونو ډالرو په اندازه صادراتي سوداګريزه راکړه ورکړه کړې وه؛ خو سږکال دغه ګراف ۱۳ میلیونو ډالرو ته ښکته شوی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مرستیال پر وینا، په مارکېټ کې د غوښتنې د کمېدا له امله له ترکیې نه د وارداتو د برخې کچه نیم په نیمه راکمه شوې ده.

په دې نندارتون کې د ترکیې، تاجکستان، قرغزستان او قزاقستان ۶۰ سوداګرو ګډون کړی.

د افغان ــ ترک پنځم نندارتون تېرکال د غوايي په میاشت کې د څلورو ورځو له پاره په کابل کې پرانیستل شوی و، چې شاخوا ۲۰ زره کسان يې د لیدلو په نیت ورغلي وو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام