اپټا تمدیدولو له پاره د سوداګریزو ستونزو حل شرط دی

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت معین مزمل شینواري د مشرانو جرګې غونډه کې وویل، چې د افغانستان او پاکستان هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې د لاسلیک شوي اپټا تړون موده پای ته رسېدلې ده.

شینواری وايي، چې دغه تړون به هغه مهال له پاکستان هېواد سره تمدید کړو، چې د سوداګرۍ په برخه کې پرتې ستونزې د پاکستان له خوا حل شي.

افغانستان او پاکستان دغه تړون په ۲۰۱۰ م ز کال کې په دې موخه لاسلیک کړی و، چې افغانستان ترانزیتي موټر دې د پاکستان بندرونو او د هغه هېواد موټر دې د منځنۍ اسیا په ګډون د افغانستان له پولو لاړ شي.

خو افغان چارواکي او د سوداګرۍ خونو مسولین وايي، چې پاکستان د افغانستان موټر د پېښور څخه هاخوا نه پرېږدي.

نوموړي جرګې ته وویل، چې د اصولو له مخې د سوداګري وزارت چارواکو د پاکستان هېواد چارواکو ته یوه میاشت مخکې د اپټا تړون د مودې له پای ته رسېدو وړاندې خبر ورکړی دی.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت معین د مشرانو جرګې په نننۍ (یکشنبې) غونډه کې وویل، چې افغانستان ته د سوداګرۍ نړیوال سازمان غړیتوب به تر ډېره بریده د سوداګرۍ په مخ کې جوړ شوي خنډونه او په تېره بیا د پاکستان سره د ترانزیټ په برخه کې حل شي.

شینواري وکیلانو ته د اپټا ترڅنګ د سوداګرۍ نړیوال سازمان کې د افغانستان غړیتوب په اړه معلومات ورکړل.

ده وویل، چې دغه غړیتوب به د افغانستان د سوداګرۍ برخې ستونزې حل او زیاته یې کړه، امریکا، چین، کاناډا او چاپان هېوادونو له دوی سره ژمنه کړې ده، چې په تخنیکي برخو کې به مرستې وکړي.

د سوداګرې وزارت د چارواکو په خبره، دغو هېوادونو د ګمرکونو او ترانسپورټ په برخه کې د مرستوکولو ژمنې کړي دي.

مزمل شینواري وویل، چې هغه مهال به افغانستان د سوداګرۍ نړیوال سازمان بشپړغړیتوب تر لاسه کړي، چې د افغانستان او د سازمان غړیو هېوادونو له خوا دغه غړیتوب تصویب شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اپټا د تړون لاسلیکېدو وروسته بیا هم د سوداګرۍ خونو چارواکو په وار وار د پاکستان له حکومته شکایتونه کړي، چې د افغانستان مالونه د پاکستاني ملېشو له خوا درول کيږي او په بېلابېلو پلمو له افغان سوداګرو څخه پېسې اخلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام