یو عرب میلیاردر په افغانستان کې پانګونه کوي

د سعودي عربستان مشهور شتمن، پانګوال او د دغه هېواد نفوذ لرونکي شهزاده ولید بن طلال کابل کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره د خبرو پرمهال افغاستان کې پانګونې ته لېوالتیا ډېره کړې ده. طلال بیدار وویل، چې ده له سترو کمپنیو سره خبرې کړي او افغانستان یې د پانګونې له‌پاره مناسب ځای بللی دی.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې شهزاده طلال له ولسمشر محمد اشرف غني سره په کتنه کې د پانګونې او بهرنۍ سوداګرۍ د جلبولو په تړاو د افغانستان د ظرفیتونو او زېربنايي پروژو پیلولو په اړه خبرې وکړې.

افغان ولسمشر له دغه سعودي شتمن سره په خبرو کې وویل، اسلامي هېوادونه باید په نورو اسلامي هېوادونو کې د بې‌وزلۍ له منځه وړلو له‌پاره همکاري وکړي.

افغان ولسمشر په ورته وخت کې دا هم وویل، چې اسلامي هېوادونه باید خپلو تاریخي او تمدني مخینې ته په پاملرنې سره ترهګرو ته پټنځایونه ورنه‌کړي.

ولسمشر غني افغانستان کې د سعودي عربستان د پانګونې او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په پار د سعودي دغه شهزاده ته د غازي امان الله خان عالي دولتي مډال هم ورکړ.

ولید بن طلال د سعودي عربستان د واکمنې شاهي کورنۍ شتمن غړی دی.

که څه هم نوموړی پخپل هېواد کې کومه رسمي دنده نه‌لري؛ خو د کینګډم هولډېنګ کمپني یا (کې ایچ سي) مشر دی.

د نوموړي تر ډېره پانګونه په هوټلونو، د ونډو بازار او خواله رسنیو کې لګول شوې‌ده.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام