
د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې یوې مېرمنې په خپل شخصي لګښت کارخونه جوړه کړې چې۳۰۰ مېرمنې په کې په کار بوختې دي. د يادې کارخونې رييسه نسیمه اسحاقزۍ وايي، په دې کار خونه کې څپلۍ، افغاني جامې او غالۍ اوبدل کېږي.
اسحاقزۍ سلاموطندار ته وویل، موخه يې د بېوزله مېرمنو لاسنیوی دی چې په کارخونه کې يې سلګونه مېرمنې کار کوي او له همدې کارخونې خپلې کورنۍ ته حلاله نفقه برابروي.
نوموړې وايي، دغه کارځای او تخنیکي وسایل یې په خپل شخصي لګښت فعاله کړي، ترڅو بېوزله مېرمنې له اړمنتوبه خلاصې شي او د کسب زدهکولو ترڅنګ خپلو محصولاتو نه ګټه هم ترلاسه کړي.
د هغې په وینا، تراوسه ورسره ۳۰۰ مېرمنې کار کوي چې که يې دولت او مرستندویه موسسې مالي ملاتړ وکړي، نو زرګونه نورو مېرمنو ته به هم د کار زمینه برابره شي.
نسیمه اسحاقزۍ زیاتوي چې د دغو مېرمنو په لاس جوړ شوي توکي ښه کیفیت لري او باوري ده چې مارکېټ کې به ښه پېرېدونکي ولري.
یو شمېر هغه مېرمنې چې دغه کارخونه کې کار کوي وايي، تر دې وړاندې ګڼو مالي ستونزو سره مخ وې، خو اوس دې کارځای کې په کار کولو سره د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کوي.
هېواد کې دوامداره جګړو د نورو برخو ترڅنګ د مېرمنو پر کاروبار هم منفي اغېز کړی دی.
که څه هم اوس مهال افغانستان کې د کار برخې پر وړاندې ډېرې ستونزې دي، خو هلمند کې دغه شمېر مېرمنې هڅه کوي چې د خپلو تولیداتو لپاره بازار موندنه وکړي.





