د ۱۳۹۹ کال بودیجه د خلکو بیړنیو او مهمو اړتیاوو ته ځواب نه وايي

پر روڼتیا د څار بنسټ مسوولانو نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، د ۱۳۹۹ کال بودیجه د افغانانو بیړنیو او مهمو اړتیاوو ته ځواب نه شي ویلی.

د یاد بنسټ د عدالت غوښتنې او اړیکو مسوول محمدناصر تیموري وايي، که څه هم په ملي یووالي حکومت کې عواید او د بودیجې لګښت ډېر شوی، خو د راتلونکي کال په بودیجه کې د خلکو لومړنیو اړتیاوو انعکاس نه دی موندلی.

د سولې او ولسواکۍ موسسې مرستیالې فروزان رسولي وايي، د ۱۳۹۹ کال بودیجه د افغانانو بنسټیزو اړتیاوو ته ځواب نه شي ویلی.

خو د مالیې وزارت ویاند شمعروز خان مسجدي دغه څرګندونې نه مني او وايي، د افغانستان نړیوال همکاران ۵۰ سلنه بودیجه تمویلوي او افغان دولت ډېر مالي امکانات نه لري.

د ۱۳۹۹ کال لپاره ټول‌ټال شاوخوا ۴۲۸ میلیارډه افغانۍ بودیجه په پام کې نیول شوې چې له ډلې یې ۲۸۹ میلیارډه افغانۍ عادي او ۱۳۹ میلیارډه هم پراختیايي هغه ده.

اړوند مطالب:

د افغانستان پراختیایي بودیجه د روڼوالي او تطبیق له پلوه په ټیټه کچه کې ده

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام