په ۶ میاشتو کې به د افغانستان صادراتي توکو له‌پاره “ملي ستراتيژي” جوړه شي

د سوداګریو او صنایعو وزارت چارواکي وايي، دوی پر داسې یوې سوداګریزې طرحې کار کوي، چې له نهايي او پلي کېدو وروسته به د سوداګرۍ په برخه کې د هېوادوالو له‌پاره زیات سهولتونه رامنځ ته شي.

د معلوماتو پر بنسټ، دغه طرحه د "افغانستان د صادراتو ملي ستراتيژۍ" په اړه ده او اوسمهال پرې کار روان دی، چې په راتلونکو ۶ میاشتو کې به وروستۍ شي.

چارواکي وايي، چې ددې استراتیژی پر بنسټ به په هیواد کې د صادراتو په برخه کې  ستونزې حل او د کورنیو تولیداتو ودې ته به زمینه برابره شي.

د سوداګرۍ او صنایعو، کرنې او او مالدارۍ  وزیرانو، د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکو ، یو شمیر سوداګرو او پانګوالو د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې د یوې غونډې په ترڅ کې د صادراتو ملي استراتیژۍ په اړه خپلې رایې وکارولې.

غونډې ته د سوداګرۍ او صنایعو وزیر همایون رسا وویل، ددغې استراتیژي په طرحه کې د صادرونکو ټولې ستونزې په پام کې نیول شوي او د صادراتو  د ودې په برخه کې سوداګرو او پانګوالو ته زیات امکانات هم برابروي.

د رسا پر وینا، دغه ستراتیژي د غالیو، زعفرانو، انارو، لاسي صنایو، وچو او تازه میوو، د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو له تولیداتو سره مرسته کوي، ترڅو په نړیوالو بازارونو کې سیالۍ وکړي او خپل تولیدات په مناسبه بیه وپلوري.

د سوداګرۍ او صنایو خونې د عامل پلاوي رییس عتیق‌الله نصرت د برېښنا او ځمکې نشتوالۍ او د صادراتي توکو د کیفیت تصدیق لیکونو  نشتون د صادرونکو له  سترو ستونزو یاد کړل.

نوموړي زیاته کړه: " هغه لوی لامل چې د صادراتو ودې پر مخ خنډ ګرځیدلی د دولت له‌خوا د تولیداتو او صادراتو ودې له‌پاره د ملاتړ او د پالسیو ملاتړ نشتون،  په تیره د انکشافي صادراتو استراتیژۍ نشتوالۍ ، پورونو ته نه‌لاسرسۍ د ځمکنیو صادراتي توکو پروسس له‌پاره د ځانګړو اقتصادي زونونو نشتوالۍ  دغه راز د برښنا نشتون او نورې ستونزې دي چې زموږ د صادراتو پر وړاندې پرتې دي".

خو یوشمیر صادرونکي بیا  د دا ډول ستراتیژیو د عملي کیدو په برخه کې حکومت په  بې‌غورۍ  تورنوي او وایي، چې د یو څه مودې له  تیریدو  وروسته څوک د دې استراتیژۍ عملي کیدو ته  پام   نه‌کوي.

یو تن صادرونکي حاجي آغا  له حکومت  وغوښتل  د هېواد  صاراتو  د ودې له‌پاره باید د هغوی غوښتنو ته مثبت ځواب ووایي.

د سوداګرۍ  او صنایعو خونې چارواکي د هیواد د سوداګرۍ کسر بیلانس اندیښمنونکی بولي او وایي، چې اوسمهال د هیواد ۵سلنه صادرات او ۹۵ سلنه واردات کسر بیلا نس لري.

د سوداګریو او صنایو خونه له حکومته غواړي، چې د سوداګرۍ کسر بیلانس مساوي کیدو له‌پاره روښانه پروګرامونه په پام کې ونیسي او د عملي کېدو له‌پاره يې هڅې وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام