عثماني: د تدارکاتو کمېسیون، د پروژو د تطبیق پر مخ ستر خنډ دی

ولسي جرګې د شنبې ورځې عمومي غونډې ته د انرژۍ او بو وزیر، د مالیې او ټولګتو وزارتونو معینان او د تدارکاتو ملي کمېسیون مسوول د پراختیایي پروژو عملي کېدو څرنګوالي او پراختیایي بودیجې نه لګېدو په اړه د ځواب ویلو له‌پاره وربللي وو.  

غونډې ته د انرژۍ او اوبو وزیر علي احمد عثماني وویل، چې دغه وزارت خپلې یو شمېر پراختیایي پروژې پلې کړي او ځینې پروژې د تداکارتو ملي کمېسیون کار کې د خڼد له امله نه دي پلې شوي.

د عثماني پروینا، د تدارکاتو ملي کمېسیون کې نه همغږي، د قانون نه پلي کېدل، د پروژو لاسوندونو ارزونه کې ځنډ هغه ستونزې دي، چې د پراختیاي پروژو تطبیق بهیر له ځنډ سره مخ کوي.

د ملي تدارکاتو کمېسون د روڼتیا ټینګښټ او ستراتیژیکو اړیکو رییس سهیل کاکړ وویل، د دوی ټول کارونه قانوني دي او هڅه یې کړې پراختیایي پروژې په رڼه توګه پلې شي.

ښاغلي کاکړ د ملي تدارکاتو په کمېسیون کې فساد له بنسټه ردوي.

دی وايي، په دې اړه دې د څېړنو له‌پاره یو پلاوی وټاکل شي، چمتو یو، چې د زره، زره کړنو حساب د افغانستان خلکو، د ملت استازو او د دولت مشرانو ته ورکړو.

د ولسي جرګې ځینې غړي هم د ملي تدارکاتو کمېسیون کړنې قانع کونکې نه بولي، او وایي، د زیاترو پراختیایي پروژو په پلي کولو کې د ستونزو لامل همدغه کمېسیون دی.

د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمی وویل، حکومت په هېواد کې د پراختیایی پروژو پلي کولو په برخه کې ناکام دی.

د مالیې وزارت معین هم د پراختیایی پروژو په پلي کېدو کې د ځنډ لامل د تدارکاتو ملي کمېسیون په کارونو کې ستونزې بولي او وایي، چې دغه ځنډ هېواد او خلکو ته ډیر زیان رسوي. 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام