
ویل شوي، د ساپي هوایي شرکت خپل شاوخوا شل میلیونه ډالر پور دولت ته نهورکوي.
پهدې اړه د ولسي جرګې عمومي غونډې ته د مالیې وزیر، د ملکي هوایي چلند ادارې او د ساپي هوایي شرکت رییسان د ځواب ویلو په موخه وربلل شوي وو.
د غونډې په پیل کې د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي وویل، چې د مالیې وزیر اکلیل حکیمي بهر ته په رسمي سفر تللی او ځایناستی یې هم د مشرانو جرګې د شکایتونو اورېدو کمېسیون غونډې ته تللی؛ خو د ملکي هوایي چلند ادرې او ساپي شرکت رییسان غونډې ته راغلي.
وکیلانو دا موضوع په عمومي غونډې پورې اړونده ونه بلله او زیاته یې کړه، چې د مواصلاتو، مخابراتو، مالي او بودیجې او د ملي اقتصاد کمېسیونونه دې په ګډه غونډه کې وڅېړي او د خپلو څېړنو راپور عمومي غونډې ته وړاندې کړي.





