سږ کال د هرات ۵۰ سلنه زعفران بهر ته نه دي صادر شوي

په هرات کې د افغانستان د زعفران‌کارانو ټولنې مشر بشیراحمد رشیدي د زعفرانو صنعت رکود خبرداری ورکوي او وايي، سږ کال ۱۸ ټنه زعفران تولید شوي، خو تر ۸ ټنه زیات یې له هېواده بهر نه دي صادر شوي.

رشیدي د شاوخوا ۵۰ سلنه تولید شویو زعفرانو د نه صادرېدو لامل د کورونا ناورین، د الوتنو لغوه کېدل او د حکومت نه پام بولي.

د هغه په وینا، د زعفرانو تولیدي شرکتونو او زعفران‌کارنو په تېرو درې میاشتو کې تولید شوي زعفران کابل ته هم ونه شوای لېږدولی.

د افغانستان د زعفران‌کارانو ټولنې مشر ټینګار کوي، که حکومت د زعفرانو د صادراتو لپاره بهرني بازارونه مشخص نه کړي، دغه صنعت به له رکود سره مخ شي.

په هرات کې د زعفرانو یوشمېر پلورونکي او تولیدوونکي د زعفرانو پېر او پلور لپاره د بازار نه موجودیت په اړه اندېښنه ښيي او وايي، که دولت د زعفرانو پلورلو لپاره په بهر کې بازارموندنه ونه کړي، ټول شرکتونه او تولیدوونکي به زیان وویني. دوی ټینګار کوي چې دغه ننګونه به زعفران‌کاران ناهیلي کړي.

په همدې حال کې د هرات د کرنې ریاست مرستیال بشیراحمد احمدي وايي، سږ کال تولید شوي زعفران د کروندګرو په لاس کې نه دي پاتې شوي.

د هغه په وینا، ښايي د کورونا ناورین له کبله زعفران د شرکتونو له‌خوا بهر ته نه وي صادر شوي، خو له تېرو څو اوونیو راهیسې د ځینو شرکتونو له‌خوا د زعفرانو صادرات پیل شوي دي.

نوموړی ټنیګار کوي، که زعفران په سمه توګه وساتل شي، تر ۲ کلونو پورې نه خرابېږي.

د هرات د کرنې ریاست مسوولان وايي، د زعفرانو د صادراتو په برخه کې د سوداګرۍ وزارت او خصوصي سکټور مسوولیت لري چې د پولو په پرانېستو او د بهرنیو الوتنو په پیلېدو سره دغه ستونزه حل کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام