په افغانستان کې د تورم او خوراکي توکو بیې لوړې شوي

د افغانستان د مرکزي اخصایې اداره په خپل کلني ریپوټ کې وايي، په افغانستان کې د تورم سلنه ۷،۲ ته پورته شوې، چې د تېر کال په پرتله ۲ سلنه زیاتوالی ښکاره کوي؛ دغه راز د خوراکي توکو بیو کې ۱۰ سلنه او د ناخوراکي توکو بیو کې ۴،۵ سلنه زیاتوالي راغلی دی.

د مرکزي احصایې ادارې د ۱۳۹۵ کال په کلني راپو کې اقتصادي او ټولنیزې برخې شاملې وي.

دغه راپور وايي، په افغانستان کې د تورم کچه ۷،۲ سلنه ده، چې تېر کال بیا دا شمېره ۳،۸ سلنې ته رسېدله.

غونډې ته د مرکزي احصایې رییس شیر محمد جامي زاده وویل، په ۱۳۹۵ کال کې مو ۵۹۶ میلیونه ډالر صادرات درلودل، چې تېر کال ته په کتو په کې ۴،۵ سلنه زیاتوالی؛ خو واردات بیا د ۱۳۹۴ کال په پرتله په ۹۵ کال کې یو میلیارد ډالر کموالی ښيي.

په راپور کې د کرنې وازرت د شمېرو له مخې په ۱۳۹۵ کال کې ۴،۶ میلیونه ټنه غنم تولید شوي دي، چې د تېر کال په پرتله ۲،۵ سلنه کموالی ښیي.

د مرکزي احصایې کلنی رپوټ وايي، له کوکنارو پرته په ۱۳۹۵ کال کې ناخالص کورني عواید په نسبي ډول زیات شوي دي، چې شمېره یې یوزرو ۳۳۴ ملیاردو افغانیو ته رسېږي او په همدې کال کې یې ۲،۱ سلنه وده کړې ده.

دغه اداره وايي، په ۱۳۹۵ کال کې د ۱،۵ میلیون کوچیانو په ګډون د افغانستان ټولټال نفوس ۲۹،۲ میلیونه کسانو ته رسېږي، چې په دې شمېر کې له ۱۴،۲ میلیونو زیاتې یې ښځې او ۱۵ میلیونه یې نارینه دي.

د راپور پربنسټ د افغانستان د ښاریاتو نفوس ۶،۹ میلیونه او د اطراف نفوس ټولټال ۲۰،۸ میلیونه تنه دي.

په راپور کې راغلي، چې په دولتي ادارو کې ۲۶۸ د دوکتورا کچې خلک، ۴ زره ۸۰۴ تنه ماسټران، ۵۵ زره ۱۵۷ لېسانس او ۲ لکه ۳۷ زره او ۳۰۵ تنه د لېسانس له کچې د ټیټو زده‌کړو کسان کار کوي.

د مرکزي احصایې رپوټ دعامې روغتیا وزارت شمېرو پربنسټ لیکلي، چې په ۱۳۹۵ کال کې د ټول هېواد په کچه ۲ زره ۱۷۳ روغتیايي مرکزنه فعاله وو او د تېر کال په نسبت ۱،۹ سلنه کموالي په ډاګه کوي.

د دې تازه خپور شوي راپور پربنسټ دغه شمېر روغتیایي مرکزونه د افغانستان نفوس له پاره بسنه، نه‌کوي او هرو لسو زرو کسانو ته ۵ بستره او درې ډاکتران رسیږي، چې په دې کال کې د ملاریا او نري رنځ یا توبرکلوز ناروغیو تر څنګ د ایډز ناروغي ۱۱ سلنه زیاته شوې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام