
نن په کابل کې د افغان مليبانک اجرایوي رییس احمدجاوید وفا او د صنعتکارانو ټولنې رییس سخياحمد پیمان ترمنځ صنعتکارانو ته د ۱۰۰ میلیونو ډالرو پور ورکړې تړون لاسلیک شو.
ښاغلي وفا پهدې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل چې افغان مليبانک تل د صنعتکارانو د ملاتړ په پار په اسانه شرطونو پورونه ورکړي او دا لړۍ به روانه ساتي.
د افغان مليبانک اجرایوي رییس زیاته کړه، دا بانک صنعتکارانو ته د ۵ کالو لهپاره په ۵ سلنه ګټې پور ورکوي او په وینا یې ښایي په راتلونکې کې دا سلنه نوره هم راټیټه شي.
غونډې کې د صنعتکارانو ټولنې رییس سخياحمد پیمان وویل چې افغان مليبانک صنعتکارانو ته د پور ورکولو ښه مخینه لري.
ښاغلي پيمان زیاته کړه، د ملي اقتصاد په پیاوړتیا او خلکو ته د کاري فرصتونو په برابرولو کې باید د صنعتکارانو له ظرفیتونو ښه ګټنه وشي.
ښاغلي پیمان په اسانه شرطونو، لږې سلنه ګټې او د اوږدمهاله پورونو غوښتنه کوي.
لهدې مخکې هم افغان مليبانک د صنعتکارانو ملاتړ په موخه هغوی ته د نږدې دوو میلیاردو افغانیو په ارزښت اوږد مهاله پورونه ورکړيوو.
صنعتکاران وایي، دغو پورونو د صنعت په وده کی مثبت رول لوبولی دی.
ورته مطالب:
صنعتکاران: حکومت مو ستونزې نه حلوي
صنعتکاران: که د برېښنا په بیو کې ټيټوالی را نهشي، نو فابریکې تړو





