فاریاب کې د ګازو بیې بې‌سارې لوړې شوې‌دي

د فاریاب ځېنې اوسېدونکي په دې ولایت کې د ګازو بیې له لوړېدلو څخه شکایت کوي.

دوی وايي، په تېرې یوې میاشت کې د ګازو بیې له ۴۲ افغانیو ۷۰ افغانیو ته لوړې شوې‌دي چې زیان یې عامو خلکو ته رسېږي.

د فاریاب ولایت اوسېدونکي میرویس او فیض‌الله وايي، خلک بې‌وزله دي او په لوړه بیه ګاز  نه‌شي پېرلی. دوی له حکومته غواړي چې د یادې ستونزې حل له‌پاره لاس په‌کار شي.

بله‌خوا د فاریاب د نفتي‌توکیو سوداګر د یادو بیو لوړوالی د شمالي ولایتونو په لویو لارو کې ناامني بولي.

سوداګر حاجي عطاالله وايي، په لویو لارو کې جګړه وي او هېڅوک د دې جرئت نه‌لري چې په اسانۍ سره یو موټر ګاز یا تېل له جوزجان ولایت څخه فاریاب ته ولېږدوي.

خو د فاریاب د نفتو مدیر کنشکا رویا وايي، د نورو ولایتونو په څېر دې ولایت کې د نفتي توکو زېرمې نه‌شته چې په بېړنیو حالاتو کې ورڅخه کار واخلي او همدا لامل دی چې په فاریاب کې د ګازو بیې لوړې شوې‌دي.

د فاریاب د نفتي‌توکیو مدیریت په‌دې ولایت کې د ګازو بیو لوړېدلو د مخنیوي له‌پاره ټولو سوداګرو ته امر کړی چې د نفتي‌توکو واردات له ۴۰ ټنو څخه ۴۰۰ ته ورسوي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام