
نن سهار شاوخوا ۸ بجې د ولسمشرۍ ماڼۍ په ۱۰۰ مترۍ کې ځانمرګی برید وشو.
د کورنيو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي ویلي، چې د کابل ښار پل محمد خان سيمې ته څېرمه دغه برید له امله ۴ تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دي.
له بل لوري بیا د کابل ښار د پل محمد خان سیمې اوسېدونکي د ټپيانو او وژل شویو شمېر د کورنيو چارو وزارت په نسبت زیات بولي.
دغه اوسېدونکي وايي، چې د برید هدف د ملي امنیت د لسم ریاست کار کوونکي و.
امنیتي چارواکي وايي، چې په دې اړه څېړنې روانې دي او ډېر ژر به د تحقیقاتو نتیجه له رسنیو سره شریکه کړي.
د ویلو ده، چې تر اوسه هیڅ کومې ډلې د دغه برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې.





