په واټونو او نورو ځایونونو کې د ښځينه وو ځورونې او زور زیاتي د مخنيوي په موخه یو داسې کاریال یا اپلیکشن جوړ شوی، چې له مخې يې مخکې له دې، چې ښځې د ځورونې او یا هر ډول خطر حس کړي د خپلې کورنۍ غړو او امنیتي ارګانونو سره په اړیکه کې شي.
که څه هم له دې وړاندې په دې اړه ځينې راپورونه خپاره شوي و، خو اوس د دغه کاریال څخه په عمومي توګه ګټه اخیستنه پېل شوه.
په دې اړه د افغانستان د رسنیو په مرکز کې د ځينو ارګانونو او چارواکو له خوا رسمي مراسم نیول شوی و.
دغه کاریال یا اپلیکیشن ته د محافظ نوم ورکړل شوی دی او په واټونو کې د ځورونې د خبر ورکولو په موخه داسې ډیزاین شوی، چې مرستې ته د اړتیا په صورت کې زیانمن له خپلو ملګرو، کورنۍ او امنیتي بنسټونو سره ونښلوي.
ددغه اپلیکشن جوړونکې شکیلا اماج پرانستغونډې ته وویل، چې دا اپلیکیشن په واټونو کې د ښځینه وو د ځورونې مخنیوي په موخه د ښځينه وو له خوا جوړ شوی دی.
اماج زیاته کړه، د دغه اپلیکیشن په واسطه ښځینه کولی شي، چې د ځورونې څرنګوالي په اړه راپور ورکړي او د مرستې غوښتنه وکړي.
د معلوماتو پر بنسټ، دغه ټولنیز اپلیکیشن دا وړتیا لري، چې د احوال سره سم د خبر ورکوونکي ځای په نښه کړي.
دغه راز، پرانیستغونډې ته د کار، ټولنیزو چارو شهیدانو او معلولینو وزیرې نسرین اوریاخېل وویل، چې په افغانستان کې د ښځینه وو ځورول له کورونو پېل او په زیاتو ځایونو کې دوی ځورول کیږي.
اوریاخېل زیاته کړه، چې "ددې اپلیکیشن په جوړیدو سره موږ کولی شو، چې له ښځینه وو ملاتړ وکړو ترڅو د نارینه وو په شان یو ځای کار وکړي."
په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت د کشف او عملیاتو رییس میر عرب شاه چمتو غونډې ته وویل، چې ددې اپلیکیشن کړنې به په هیواد کې مثبت اغیز وکړي او د افغانستان امنیتي ځواکونه او پولیس د ښځینه وو شکایتونو ته هرو مرو رسیدنه کوي.
غونډې کې یو شمیر پېغلو نجونو هم دا یو ښه زیرې بولي او وايي، چې دغه ټولنیز نوی اپلیکیشن کولی شي تر یوه بریده د ښځینه وو ستونزې هوارې کړي او ورته اقدامات کولی شي، چې په کاري چاپېریال ښځينه خوندي وساتي.
د راپورونو له مخې اوسمهال په افغانستان کې له هرو لسو ښځو او نجونو، ۹ يي په واټونو کې له ځورولو شکایت کوي.