
د جوزجان ولايت د عامې روغتیا سرپرست احمد فرید عزیزي له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل چې له پنځو کلونو کم عمر لرونکيو ماشومانو لپاره د پولیو واکسین کمپاین نن پیل شو او تر پنځو ورځو به دوام وکړي.
نوموړي زیاته کړه چې په دې کمپاین کې به د ۱۷۴ زرو ماشومانو له ډلې ۷۰ زره ماشومان په شبرغان ښار او څو ولسوالیو کې واکسین شي خو د امنیتي ګواښونو له کبله به د دې ولایت په ۷ ولسوالیو کې له ۱۰۲ زرو ډېر ماشومان له دغه واکسینه څخه بې برخې وي.
د سرپل ولایت د عامې روغتیا رییس نور احمد اسحاقزی هم سلام وطندار ته وايي چې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د پولیو ضد واکسین د پلي کولو لړۍ پيل شوې او په پام کې وه چې نږدې ۱۵۸ زره ماشومان د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې واکسین شي، خو امنیتي ګواښونه او په ځینو ولسوالیو کې د طالب جنګیالیو موجوديت لامل شوی چې له ۵۸ زرو ډېر ماشومان د پولیسو له واکیسنه بې برخې پاتې شي.

اسحاقزی دغه راز زیاتوي چې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې یې د پولیو واکسین پلي کولو په موخه ډېرې هڅې کړي؛ خو طالبانو د دې کار اجازه نه ده ورکړې او د کور په کور واکسین مخه یې نیولې ده.
د سرپل ولایت ځینې کورنۍ هم د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې د پولیسو واکسین له نه پلي کېدو اندېښنه لري او وايي چې که واکسین ونهشي، ښايي د پنځو کلونو د کم عمره ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ شي.
د جوزجان او سرپل ولایتونو خلک له طالبانو غواړي چې په دغو ولایتونو کې د پولیو د واکیسن مخنیوی ونه کړي او پرېږدي چې ماشومان يې واکسین شي.
خو وسلهوالو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.





