په لوګر کې به ۶۰ زرو کسانو ته کاري موکې پیدا شي

درواني: د دغو کانالونو په روغولو سره به د لوګر د کرنې ۱۵ سلنه اوبه اضافه او د بزګرانو په کرنې او اقتصادي ودې په مستقیم او غیرمستقیم ډول اغېز وکړي.

د افغانستان د کلیو پراختیا او بیاروغونې له خوا د لوګر په بېلابېلو برخو کې د ۱۶ کانالونو د جوړېدا له چارو سره جوخت به ۶۰ زرو کسانو ته کاري موکې برابرې شي.

د افغانستان د کلیو پراختیا او بیاروغونې وزیر نصیراحمد د روانۍ لوګر کې خبریالانو ته وویل، دا ۱۶ کانالونه چې ۳۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري؛ د نړیوالې ټولنې له پراختیايي بودیجې د  ۲۸۶ میلونه افغانیو په مالي لګښت په یو کال کې په پاخه او اساسې ډول رغول کېږي.

د دراني په وینا، په دې پروژو سره د لوګر ۶۰ زرو کسانو ته کار پيدا شي.

درواني زیاته کړه، چې د دغو کانالونو په روغولو سره به د لوګر د کرنې ۱۵ سلنه اوبه اضافه او د بزګرانو په کرنې او اقتصادي ودې په مستقیم او غیرمستقیم ډول اغېز وکړي.

د ده په وینا، له دې پروژې سره به د لوګر ولایت ډېر پلونه، پلچکونه او همدارنګه دهنې هم په پاخه ډول سره وروغول شي.

فدايي: د دغو ۱۶ کانالونو په اساسي روغونه کې به ۱۵ زره مسلکي او ۵۵ زره غیرمسلکې کسانو ته د یو کال لپاره د کار زمینه برابره شې

په ورته وخت کې د لوګر والي محمد حلیم فداييپه همدې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل، چې خبریالانو ته وویل، چې د دغو ۱۶ کانالونو په اساسي رغونه کې به ۱۵ زره مسلکي او ۵۵ زره غیرمسلکې کسانو ته د یو کال لپاره د کار زمینه برابره شې.

د لوګر والي بیا په ټینګار سره د امنیت په ټينګښت او د اوزګارتیا د له منځه وړلو په برخه کې د دې پروژي پلي کېدل ګټور کار بولي.

د لوګر ولایت اوسېدونکي هم خوښ دي، چې د ۱۶ کانالونو په روغونه کې به د کرنې د ودې تر څنګ زرګونه اوزګار کسان په دندو شي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

مطالب مشابه:

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام