
د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کورونا ویروس ۷۸۹ شکمنې نمونې کتلي چې له ډلې یې ۳۷ هغه مثبتې ختلې دي.
د دغه وزارت مسوولان وايي، په یاده موده کې ۹ کسان چې پر کورونا اخته وو، مړه شوي او ۷۸ نور بیا بېرته ښه شوي دي.
د دوی په وینا، د دغو تازه شمېرو په ثبت سره په هېواد کې پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۷ زرو او ۱۰۶ ته رسېدلی دی.
د دغه وزارت د رسمي شمېرو له مخې، تر اوسه ۲۶ زره او ۴۷ کسان چې پر کورونا ویروس اخته شوي وو، بېرته ښه شوي او ۱۳۲۱ نور بیا مړه شوي دي.





