طالبان په بغلان کې ښوونکي جریمه کوي

د بغلان ولایت د دهنې‌غوري ولسوالۍ ځېنې زده‌کوونکي وايي، چې د دې ولسوالۍ د پوهنې ریاست د حاضرۍ تر څنګ طالبانو هم د دوی له‌پاره حاضري او ترقي‌تعلیم جوړ کړی دی.

د دوی پر وینا، که کوم ښوونکی ښوونځي ته ناوخته لاړ شي ۲۰۰ او که غیرحاضري وکړي؛ نو ۵۰۰ افغانۍ جریمه کېږي.

د دې زده‌کوونکیو په نظر، طالبانو د ورزش او انګلیسي ژبې مضمونونه له مهالو‌ېشه ویستي او پر ځای یې د خپل درسي نظام کتابونه په تدریس بهیر کې شامل کړي دي.

په همدې حال کې د بغلان ولایتي شورا غړی فیروزالدین ایماق وايي، په‌داسې حال کې چې د ښوونځي لګښت او معاشونه د حکومت له‌خوا ورکول کېږي؛ خو ښوونځي د طالبانو له لوري مدیریت کېږي.

د ایماق په خبره، طالبان په‌خپلو نفوذي سیمو کې په معارف، قضا او سیاسي پرګرامونو کې په منظمه توګه لاسوهنه کوي.

د بغلان د ولایتي شورا دا غړی وايي، که حکومت د دې ولسوالۍ د بېرته نیولو هڅه نه‌کړي؛ طالبان به په‌دې ولسوالۍ کې نورې اندېښنې هم راپورته کړي.

له بل لورې یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلام وطندار ته وویل، د دې ترڅنګ چې وسله‌وال طالبان له استادانو اخاذه اخلي؛ د ملي ماتم پر ورځ یې د زراعت ښوونځي ښوونکي یې د غیرحاضرۍ له امله وهلي او ډبلي وو.

خو بغلان د پوهنې رییس غلام محی‌الدین پیکان حیدري دا ستونزه ردوي او وايي، چې تراوسه ورته د دهنې‌غوري د پوهنې مدیر یا کوم ښوونکي شکایت نه‌دی کړی.

شاوخوا یو کال کېږي، چې د بغلان ولایت دهنې‌غوري ولسوالۍ د وسله‌والو طالبانو په ولکه کې ده او حکومت تر اوسه په‌دې نه دی توانېدلی چې دغه ولسوالي د طالبانو له ولکې خلاصه کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام