د ټاکنیز سمون کمېسيون غړو کار د ولسمشر له فرمان سره په ټکر کې دی

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، سره له دې چې د ولسمشر په فرمان کې د ټاکنیز سمون کمیسیون دندې او واکونه روښانه دي خو اوس یاد کمیسیون له خپل ټاکلي حد سرغړونه کوي او په دومره موده کې نه دی توانیدلی چې په کمېسيون کې ځانګړي اصلاحات رامنځ ته کړي.

د ټاکنو په برخه کې د اصلاحاتو راوستل د ملي یوالي حکومت  د جوړېدو اصلي او بنسټیزه ماده یادېږي چې د ولسمشر اشرف غني او عبدالله عبدالله تر منځ په سیاسي هوکړه لیک کې راغلې ده.

بلاخره له ډیرې مودې ځنډ وروسته د ټاکنیزو اصلاحاتو کمېسیون د ولسمشر له خوا د یو فرمان په صادرولو سره څو میاشتې وړاندې پر کار پیل وکړ او له څیړنو او غور وروسته یې خپلې کاري موندنې په لسو مادو کې ولسمشر سره شرېکې کړې، چې هغه یې ۷ تاييد او پاتې ۳ یې د لا غور دپاره کمېسيون ته وسپارلې.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند نورمحمد نور نن (دوشنبه) په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې د ټاکنیز سمون کمېسیون تراوسه خپل کار په سمه  توګه مخ ته نه دی وړی او د موضوع  پر شکل او ظاهر یې بحث کړی او د ټاکنو بنسټیزې ستونزې پر ځای پاتې دي.

د نور پر وینا، که چیرې په راتونکو ټاکنو کې هر ډول ستونزه رامنځته شي او دموکراسۍ ته زیان ورسیږي پړه به یې پر حکومت او د ټاکنیز سمون پرکمېسيون وي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون له ولسمشره غواړي، چې د خپل صادر شوي فرمان څخه دې ملاتړ وکړي او ټاکنیز سمون کمیسیون ته دې تر دې یو ګام پورته هم اجازه ورنه کړي، چې د فرمان خلاف ګام وچت کړي.

نور زیاتوي چې ددغې کمېسيون رييس او مرستیال یې له خپل ټاکلي حد لوړې خبرې او د نظر څرګندونې کوي.

نور دا هم وویل، چې په ځېنو مواردو کې داسې احساس کيږي، لکه دغه کمېسيون چې له اجرايوي صلاحیته برخمن وي او همدا یې د ولسمشر د فرمان سره په ټکر کې راتلل دي.

خو د ټاکنیز سمون کمېسیون مرستیال صدیق الله توحیدي د ټاکنو خپلواک کمیسیون دا څرګندونې د دغه کمېسیون د غړو بی خبري بولي او وایي، چې دوی خپلې ټولې چارې د ولسمشر د لومړي او دویم فرمان پر بنسټ ترسره کړي.

د ټاکنیز سمون کمیسیون مرستیال زیاتوی، وروسته له هغې چې د ولسمشر تقنیني فرمان توشیح شو د ټاکنو خپلواک کمېسیون اوسنی مشرتابه له خپلو واکونو څخه تر هغې بې برخمې شوی، چې د غوراوي کمیټې له خوا د ټاکنو کمېسیون له پاره نوی مشرتابه نه وي ټاکل شوی.

توحیدي دا هم وویل، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون ټول غړي هغه که رييس دی او که کمېشنران ټول بدليږي.

د ټاکنیزو اصلاحاتو د کار پر پېل داسې مهال ناندرۍ روانې دي، چې د ولسي جرګې ټاکنې اوس هم  له نامعلوم برخلیک سره مخ دی.

 ولیدل شي، چې په ټاکنیزو کمېسيونونو کې به څنګه اصلاحات راوستل شي او د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې به کله ترسره شي؟

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام