د هرات د انګورو په حاصلاتو کې ۲۵%زیاتوالی راغلی

د هرات ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مسولین وايي، چې سږ کال د انګورو په حاصلاتو کې له ۲۰ تر ۲۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د تېر کال د انګورو په لومړۍ جنشنواره کې، چې د هرات ښار د ګلونو په څلور لارې کې جوړه شوې وه، ۲۰ ډوله انګور نندارې ته اېښودل شوي وو.

د هرات ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مسولینو د (اګسټ په ۱۳مه) د انګورو په جشنوارې کې وویل، چې سږ کال یې ۸۵ ډوله انګور نندارې ته وړاندې شول.

د دغه ولایت والي محمد اصف رحیمي وویل، چې د هرات ولایت انګورو حاصلات کال په کال د ډيرېدو په حال کې دي.

نوموړي وویل، د حکومت له لوړ پوړو چارواکو یې غوښتنه کړې ده، چې  ژر تر ژره دې د ۵ زره ټني سړخونو د جوړېدو روانې چارې بشپړې کړي، تر څو د دې ولایت بزګران د کال په ټولو فصلونو کې خپل محصولات په بازار کې وپلوري.

په ورته وخت کې د هرات ولایت د کرنې او مالدارۍ رییس فقیر احمد بیانګر وویل، چې د دوی وړاندوینې ښيي، چې سږ کال به دهرات ولایت د انګورو باغونو حاصلات به له ۱۲۰ تر ۱۲۵ ټنو پورې وي.

د ده پر خبره تېره کال د هرات ولایت د انګورو حاصلات ۹۵ زره ټنه وو.

بیانګر زیاته کړه، چې د ۸۵ ډوله انګور له ډلې چې نندارې ته کېښودل شوي و، ۴۵ ډوله یې د هرات ولایت د سیمه ییزو باغونو انګور دي او پاتې نور یې د کرنې د څېړنیزو فارمونو انګور دي.

دی وايي، د هرات ولایت ډېرې ولسوالیانې د میوو باغونو د جوړولو لپاره مناسب شرایط لري او سږ کال د نړیوال بانګ په مرسته ۵۰۰ سوداګریز باغونه جوړ شوي دي.

د کرنې رییس وویل، چې د سړخونو، برېښنا او د لازمو اسانتیاو نه موجودیت د دې لامل شوی، چې د دغه ولایت انګور په معیاري توګه بهرنیو بازارونو ته صادر نه شي او زیاته یې کړه، چې په دې برخه کې باید مرکزي اداره او مسول چاوراکي اړینې مرستې وکړي.

په ورته وخت کې د هرات باغ لرونکي وايي، چې د هرات بازار د دومره حاصلاتو د جذب ظرفیت نه لري او دوی ته دې له هېواد بهر بازارونو ته دلیږد زمېنه برابره شي.

د دغه ولایت د کرنې ادارې مسولین وايي، چې په دغه ولایت کې ۸۲ ډوله انګور موجود دي، چې لعل، فخري، میراحمدي، غله دانه، سنګک، حسیني، پوشنګي او خلیلي د انګورو له مشهور ډولونه نه دي.

د انګور په سږ کلنۍ جشنواره کې ۴ ټنه د انګورو ډولونه نندارې ته کېښودل شوي و.

د یاد ولایت د کرنې او مالدارۍ ادارې د مسولینو په وینا، چې د جشنوارې په پای کې به دغه شمېر انګور د هرات په یتیم خونو باندې وویشي.

 

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام