په دې وروستیو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د افغان او بهرنيو ځواکونو له لوري شاهدالله شاهد، جهاد یار، قیس صدیقي، حافظ عبدالسعید او د داعش د مرستیال ګل زمان تر څنګ، د داعش ۳۰ رهبرانو وژل شوي دي.
پوځي کارپوه کابل خان تدبیر وایې، افغان حکومت اوس توانېدلی، چې هغو سیمو باندې بمبار وکړي، چې داعش په کې په وسله والو فعاليتونو بوخت دي.
ښاغلی تدبیر زیاتوي، که داعش جنګي ډلې ته د بهرنیانو مرستې ونهرسیږي؛ شونې ده چې ډېر ژر له پښو ولېږي.
د تدبیر په وینا، که چېرته له دوی سره د پاکستان او نورو استخباراتي کړیو مرستې نه وي؛ د دوی لپاره د خپل ځان پیاوړي کول ستونزمن کار دی.
بل خوا د سیاسي چارو کارپوه محمد اکرم بشریار وایي، چې د داعش د رهبرانو وژل کېدل؛ د دغې ډلې په کمزوي کېدو مخامخ اغېز لري.
ښاغلی بشریار زیاتوي، چې پخوا راپورونه خپاره شوي وو، چې طالب او داعش یوه جنګي ډله ده، حال دا چې طالبان او داعش دوه بېلا بېلې ډلې دي، چې په خپلو منځو کې پراخ عملي او نظر اختلافات لري.
بشریاروویل، چې حکومت په کار دي د طالبانو او داعش له خپل منځي اختلافاتو نه ګټه واخلي.
دغه راز، د مشرانو جرګې یو شمېر غړو پرون په عمومي غونډه کې وویل، چې د داعش د رهبرانو وژل کېدل، د امنیت پر ښه کېدلو تاثیر لري.
دوی دا هم وویل، چې په ځېنو ولایتونو کې د طالبانو او داعش خپل منځي جګړو له امله هم د داعش یو شمېر غړي وژل شوي.
د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلم یار وايي، وړاندې طالب په شکست کې وو، خو اوس په ننګرهار کې داعش د ماتې په حال کې دی.
ده پر حکومت غږ وکړ، چې له پرون راهسی د مومندو او شینوارو په سیمه کې جګړ روانه ده، چې په جګړه کې له توپ هاوان څخه کار اخلي او د ملکي خلکو په کورنو کې هم ځېنې ګولۍ لګېږي، خو اوس سوال دا دی، چې حکومت ولې چوپه خوله ده؟
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د افغانستان ملي امنیت عمومي ریاست خبر ورکړ، چې د داعش ډلې د له منځه وړلو په موخه یې ځانګړې قطعه جوړه کړې ده، خو تر اوسه د کومې امنیتې سرچينې له خوا د دغې قطعې د عملیاتو او لاسته راوړنو په اړه رسینو ته څه نه دي ویل شوي.