افغان ولسمشر په هندوستان کې د خبرو پر مهال ویلي، چې په راتلونکو ۱۵ کلونو کې به افغانستان د مسو او اوسپنې د ستر تولیدونکي هېواد په توګه پيژندګلو خپله کړي.
ولسمشرمحمد اشرف غني زیاته کړې، چې غواړي افغانستان د سیمې په کچه په یو تولیدي اقتصادي هیواد بدل کړي.
ولسمشر ویلي دي، چې د ځمکې پر مخ د ۱۷ کم موندونکیو کیمیاوي موادو له ډلې ۱۴ ډوله د افغانستان په زړه کې موجود دي.
ولسمشر غني په دغه کتنه کې وویل، چې د افغانستان یو بل ښه وال د پراخو طبعي زېرمو لرل دي.
د ولسمشر غني په وینا افغانستان له ۵۰ کلنې پخوانۍ ټکنالوژۍ باندې له خپلو ۱۰ سلنو اوبو ګټنه کوي او له ۱۹۷۸ میلادي کال راهیسې له نیمايي اندازې ځمکې نه د کښت لپاره کار اخلي.
افغان ولسمشر اشرف غني هند ته د خپل سفر په ۳ ورځ له یو شمېر هندي او افغان ژورنالیستانو سره په کتنه کې د دغو خبرو ترڅنګ دا هم وویل، چې افغانستان باید د تولیدي اقتصاد لرونکی او پر ځان بسیا هېواد شي.
محمد اشرف غني هند ته د خپل ۳ ورځني رسمي سفر په لړ کې د هند له جمهور رییس پراناب مکرجي، لومړي وزیر نریندرا مودي، د هند د کانګرس ګوند له مشرې سونیا ګاندي او د دغه هېواد د بهرنیوچارو، دفاع، سوداګرۍ او صنایعو او د روغتیا له وزیرانو او د هند د سوداګرۍ او صنایعو د خونې له غړو سره کتلي او پر بېلابېلو اقتصادي، نظامي او نورو برخو یې ورسره د همکارۍ خبرې کړي دي.





