
د بغلان د سکرو ډبرو کانونو مسوولین وايي، له یو کال راهیسې د کرکر د سکرو ډبرو کان او د، دود کش کان د استخراج چارې بندې شوي دي.
دغه کانونه د حزب اسلامي یو قوماندان میرویس او د دولت وسله والو مخالفینو په ولکه کې دي.
د بغلان ولایت د کانونو رییس شاه محمد فیضزاده د دې موضوع په تایید سره وايي، چې حکومت د دغو کانونو د بېرته لاسته راوړلو په پار د نظامي عملیاتو پلان لري.
د فیضزاده په خبره، د دغو کانونو له بیا نیولو وروسته به له سره څېړنې وکړي او د کانونو استخراج به پيل کړي.
خو د حزب اسلامي قوماندان میرویس چې د دغو کانونو په ولکه کولو تورن دی سلام وطندار ته وویل، چې له څو کلونو راهیسې دوی د دې کانونو امنیت ساتي.

د دغه قوماندان په خبره، د افغان کول شرکت چې له حکومت سره یې د کان استخراج کولو قرارداد لاسلیک کړی؛ د دې کان موجوده فلزي شتمني یې لوټلې او د کانونو تحکیماتو په ساتلو کې بې غوري کوي.
میرویس وايي، که افغان کول شرکت د حکومت د قرارد مطابق کار وکړي دوی هېڅ ډول ستونزه ورسره نه لري.
د اقتصادي چارو پوه محمد رفیع محمدي وايي، د دولت سره د دې حزب د سولې هوکړې په اساس باید دغه ګونډ موجوده ستونزه حل کړي او د کانونو کنترول دولت او قراردادي شرکت ته وسپاري.

د کانونو وزارت، د افغان کول شرکت او افغان سمنټ شرکت ترمنځ د ۴۹ کلونو لهپاره قراردادی شوی، چې افغان کول شرکت د سمنټو د تولید په پار د دغو کانونو د ډبرو له سکرو ګټه واخلي؛ خو دغه کمپنۍ له یو کال راهیسې د خپلې اړتیا وړ د ډبرو سکاره په ارزانه بیه له سمنګان ولایته راواردوي او د کرکر او دودکش کانون د استخراج چارې په ټپه ولاړې دي.
ومو غوښتل، چې د افغان سمنټ او افغان کول شرکتونو د عامل رییس معروف سروري نظر هم واخلو، خو نوموړي په دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه.
شاوخوا یو کال مخکې افغان کول شرکت له دې کبله چې ګواکې د حزب اسلامي یو قوماندان په دې کانونو ولکه کړې، د استخراج چارې یې ودرولولې او د کانونو ۵۰۰ کاریګر یې په کورونو کېنول.





